د ګوزڼ ضد مبارزې نړیواله ورځ؛ افغانستان او پاکستان کې یې مثبتې پېښې په ډېرېدو دي

نن پنجشنبه (د اکتوبر ۲۴مه) د ګوزڼ یا پولیو ضد نړیواله ورځ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا ورځ د دې لپاره لمانځي چې د ګوزڼ‌ ضد واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه او په دې توګه هر ماشوم له دې وژونکې ناروغۍ وژغوري.

د دغه سازمان په وینا افغانستان کې د ا.ا. حکومت د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سره له تېرې سپتمبر میاشت راهیسې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین ځنډولی دی.

د ا.ا. حکومت رسمآ دا نه ده منلې چې د پولیو ضد واکسیناسیون دې یې ځنډولی وي، خو د روغتیا وزارت یې ویلي، هڅه کوي ماشومانو ته واکسین په داسې ډول ورسوي چې په وینا یې د ټولنې په کچه اغېزناک او ګټور وي.

دا مهال یوازې د نړۍ په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې موجودې دي.

سږکال تر دې دمه په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۲۲ او پاکستان کې ۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۲۳ کال دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.

د پاکستان بلوچستان ایالت کې، چې د ګوزڼ تر ټولو ډېرې (۲۰) پېښې پکې ثبت شوې، سږ کال ۳ ماشومان پر دې ناروغۍ له اخته کېدو مړه شوي هم دي.

له افغانستان سره پر د ډیورنډ کرښه بل پراته ایالت خیبر پښتونخوا کې د پولیو ۵ پېښې ثبت شوې.

واکسین

د بلوچستان د مرکز کوټې د صالح اباد سیمې اوسېدونکې جلال الدین شپږ ماشومان لري.

جواد احمد یې تر ټولو کوچنی او اوس د ۲۳ میاشتو دی. خو هغه ته ګوزڼ ناروغې رسېدلې.

جلال الدین وايي، نورو ټولو ماشومانو ته یې پر وخت د ګوزڼ‌ ضد واکسین ورکړي، خو جواد یې له زېږون وروسته تر اته میاشتنۍ له واکسناتورانو پټ کړی و.

هغه ته د ګوزڼ لومړي څاڅکي اته میاشتنۍ کې ورکړل شوي، خو هغه مهال اوبه له ورخه تېرې وې.‌

د جواد پلار وايي “یو سهار چې مې زوی راپاڅېد، نو ومو لیدل چې یوه پښه یې سم کار نه کوي.‌ ودرېدای نه شو.”

هغه یې پر څو ډاکترانو ګرځولی، خو هغوی ورته ویلي چې اوس څه مرسته نه شي کولی.

د یادونې ده، چې پر ګوزڼ د اخته کېدو مخه د واکسین په څاڅکو نیول کېدای شي، خو که څوک یو ځل پر دې ناروغۍ اخته شي، نو درملنه یې ناممکنه ده.‌پای

د ډبلیو اېچ او په وینا د پولیو ضد نړیواله ورځ د دې لپاره هم نمانځل کېږي،‌ چې هغه والدین، مسلکي کارکوونکي، او رضاکاران وستایل شي، چې همکارۍ یې د پولیو د ریښو ایستل هدف د لاسرسي وړ ګرځوي.‌

افغانستان او پاکستان کې پر نورو ستونزو سربېره د ګوزڼ د خطر او د واکسین د ګټو په اړه د عامه اګاهۍ کمښت او همدا راز د کورنیو ناغېړي د دې لامل ګڼل کېږي، چې دغه ناروغې ریښې وغځوي.‌

ډاکتران وايي، د دغو هېوادونو ترمنځ د ناواکسین شویو خلکو تګ راتګ هم د دغه وېروس په انتقال کې نقش لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ګوزڼ ضد مبارزې نړیواله ورځ؛ افغانستان او پاکستان کې یې مثبتې پېښې په ډېرېدو دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*