
د ګټې اخیستنې هیلې؛ هرات کې د ټاپي پروژې کارونه چټک شوي
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي د ټاپي په پروژې کې ۲۵ کیلومټره پرمختګ شوی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه نږدې ۲۵ کیلومتره نللیکه غځول شوې او د کار د دوام لپاره ۱۲۰ کیلومتره نور مسیر هم چمتو شوی دی.
دغه وزارت زیاتوي چې د پروژې ساحې ته نوي پایپونه او تخنیکي تجهیزات لیږدول کیږي او تمه ده چې د روان زیږدیز کال تر پایه، د یادې پروژې پاتې ۱۵۳ کیلومتره برخه هم بشپړه شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه وايي: « د کانونو او پټرولیم وزارت ژمن دی چې دا پروژه به په ټاکلي وخت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
داقتصادي چارو د شنونکی په باور، د دې پروژې پلي کېدل کولی شي افغانستان ته سلګونه میلیونه ډالره کلني ټرانزیټي عواید برابر کړي او زرګونه کسانو ته د کاری فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ هېواد ته د ارزانه انرژۍ لاسرسی هم برابر کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالغفار نظامي هم وايي: « د ټاپي پروژه په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده؛ له کلنیو عوایدو نیولې تر دې لویې پروژې له لارې له سیمې هېوادونو سره نښلېدل. د دې پروژې بشپړېدل کولی شي ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او ورسره به د ګاز بیه هم په څرګند ډول راکمه شي.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، میر شکیب میر بیا و ویل: « د ټاپي پروژه د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره ډېر زیات اهمیت لري؛ د دې پروژې بشپړېدل کولی شي د سیمې هېوادونو ته د انرژۍ د اړتیاوو د یوې برخې په پوره کولو کې مرسته وکړي او د همدې اړتیا وړ انرژۍ له لارې د دغو هېوادونو په اقتصادي پراختیا کې مهم رول ولوبوي.»
د ټاپي پروژه د انرژۍ له مهمو سیمه ییزو اقتصادي طرحو ده چې کولای شي د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه کولو کې کلیدي رول ولوبوي.
دغه پروژه نه یوازې له ترکمنستان افغانستان، پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو لیږد تضمینوي، بلکې افغانستان د انرژۍ په برخه کې پر مهم ټرانزیټي مسیر هم بدلوي.
لومړی نظر وکړئ on "د ګټې اخیستنې هیلې؛ هرات کې د ټاپي پروژې کارونه چټک شوي"