نن (شنبې، د تلې په ۲۸مه) د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د کابل د نغلو د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه، ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د دغې پروژې په پرانیستغونډه کې ویلي چې، د اوبو او انرژۍ وزارت په هېواد کې د انرژۍ د تولید، د بندونو جوړولو او د انرژۍ د واردولو په برخو کې ډېرې پروژې په پام کې لري.
د دغه وزارت سرپرست د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې بشپړېدل په پلازمېنه کې د برېښنا رسونې په برخه کې یو اغېزناک کار ګڼي او زیاتوي چې، له دغې برېښنا به زر کورنۍ، د کابل صنعتي پارکونه او روغتونونه ګټه پورته کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې هکله وايي:«اوه، اته میاشتې یا کم او زیات کېږي چې، موږ یې تهداب ایښی وو، نن الحمدالله هغه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي او له عمومي شبکې سره به وصل شي، دا خو د اوبو او انرژۍ وزارت یوه لاسته راوړنه ده چې، موږ عملاً ولیده.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین عبدالرحمن راشد خک څرګندوي:«اسلامي امارت په دغو تېرو درې کلونو کې داسې پروژې تطبیق کړي چې، تېر رژیم په تېرو شلو کلونو کې د مېلیاردونو ډالرو په راتلو سره، نهدي تطبیق کړي او نه توانېدلی.»
بل پلو، د چارو ادارې رییس هم زیاتوي چې، اسلامي امارت د لومړیتوبونو پر بنسټ د خلکو پرغوښتنو د غور کولو په هڅه کې دی او سرپرست حکومت ځان د پانګوالو او هېوادوالو د سر او مال د ساتنې مسوول ګڼي.
د چارو ادارې رییس نورالحق انور طلوعنیوز ته وايي:«سوداګر، له هر څنګه مخکې د مال تضمین ته اړتیا لري؛ بلکې زه یو ګام وړاندې ځم. د مال له تضمینه مخکې د سر د تضمین خبره ده، یو ګام بل هم وړاندې ځم، د مسلمان د سوداګر او پانګوال لپاره، د هغه د دین، عقیدې او د اعمالو د ساتنې مسئله زیاته اړینه ده.»
د کابل والي امینالله عبید هم څرګندوي:«موږ بیا له خپلو پانګوالو غوښتنه کوو، کومې ستونزې او مشکلات چې، تاسو ته په تېر فاسد نظام کې موږ ته په میراث راپاتې شي وو، الحمدالله اوس امنیت تامین دی تاسې کولای شئ چې، په هر وخت کې او په هره برخه کې په هر ځای کې پانګونه وکړئ.»
د نغلو د لس مېګاواټه لمریزې انرژۍ پروژې د قرار دادي شرکت مسوول له بهرنیو پانګوالو غواړي چې، د افغانستان په ودانولو کې د ونډې اخیستلو لپاره هېواد ته راستانه شي.
د تړوني شرکت رییس احمد پهلوان وایي:«د پیسو د امنیت په هکله مې ټولو سوداګرو ته دا ډاډګیرنه ده، که دوی له دې ټکي خبر نهوو چې، د افغانستان خصوصي بانکونه د دوی پیسې له ۲۰ مېلیونو زیاتې له ځان سره نهشي اېښودلی، نو دې ټکي ته دې متوجه شي چې، د پیسو داسې حفاظت لکه په دې طریقه چې، په افغانستان کې دی په ټوله نړۍ کې نشته.»
نږدې ۱۰ ورځې مخکې د اسلامي امارت جګپوړو مسوولانو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۸ مېلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۲۲ اعشاریه ۷۵ مېګاواټه لمریزې انرژۍ د تولید د پروژې کار په رسمي توګه یوه ترکي او افغاني شرکت ته وسپاره چې، ټاکل شوې دا پروژه په راتلونکو اتو میاشتو کې بشپړه شي.
لومړی نظر وکړئ on "د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه"