د ۱۹ کلنو اسيا جام: افغان لوبډلې د شري‌لنکا پر وړاندې په اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه وبایلله

1
0

د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو د اسیايي شورا اړوند ۱۹ کلنو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه شري‌لنکا لوبډلې ته وبایلله.‌

افغان لوبډلې د سیالې لوبډلې د ۲۴۴ منډو هدف پوره نه کړای شو او بالاخره د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان یې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او د ۱۳۱ منډو په توپیر یې لوبه سیالې لوبډلې ته وبایلله.

افغان لوبډله به د راتلونکې سه شنبې په ورځ د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې درېیمې لوبې په موخه د نیپال ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

دا لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې وه.

د کرېکټ اسیايي شورا د ۱۹ کلنو لوبغاړو اسیا جام سیالیو په لړ کې د شري‌لنکا ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ منډې جوړې کړې او افغان ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې ته یې د ۲۴۴ منډو هدف ټاکلی و.

د افغانستان له لوري د نننۍ سيالۍ لپاره د محبوب تسکين په مشرۍ عذير الله نيازی، فيصل شينو زاده، برکت ابراهيمزی، حمزه عليخېل، نظيف الله امیري، نصیر معروفخېل، عزت خان، اې اېم غضنفر، عبدالعزيز خان او نصرت نورستانی غوره شوي دي.

د اتو لوبډو تر منځ دا سيالۍ چې د اسيا کرېکټ په نوښت کېږي، افغانستان په کې تر دې مهال کومه لوبه نه ده ګټلې او يوازې يوه سيالي يې بنګله دېش ته بايللې ده.

افغانستان دغو سیالیو ته تر ډېره نوي غوره شوي لوبغاړي موندلي چې وار له مخه په خپلو لومړنیو سیالیو کې ځلېدلي.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي نوي لوبغاړي یې تر یو لړ ارزونو او روزنو وروسته غوره کړي دي.

کرېکټ

تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو اسیا جام یوولسم پړاو سیالیو کې ګډونوالې لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي. په دغو سياليو کې د کرېکټ د اسيايي شورا پنځه بشپړ غړي افغانستان، بنګله دېش، هند، پاکستان او شري لنکا او درې نورې لوبډلې جاپان، نیپال او عربي متحده امارات ګډون کوي.

افغان لوبډله په ب ګروپ کې له بنګله دېش، شري لنکا او نیپال سره لوبېږي. په الف لوبډله کې هند، پاکستان، جاپان او عربي متحده امارات دي.

د دغو سياليو لومړنۍ لوبه د نومبر پر ۲۹ د افغانستان او بنګله دېش تر منځ وشوه چې بنګله دېش د ۳۵ منډو په توپير وګټله. ټاکل شوې چې پايلوبه د ډسمبر پر اتمه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې له پاکستان او متحده عرب اماراتو د يو ورځنيو لوبو لړۍ ګټلې وه.

د دغو سیالیو پایلوبه د ډېسمبر په اتمه پلان ده.

د اسیا جام سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د نیپال پر وړاندې ۵ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او ټاکل شوې تر هغه وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶م کال ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ۱۹ کلنو اسيا جام: افغان لوبډلې د شري‌لنکا پر وړاندې په اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه وبایلله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*