ذبیح الله مجاهد د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان پلاوي مشري کوي

2
1

په داسې حال کې چې د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو غونډې جوړیدو ته درې ورځې پاتې دي د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ذبیح الله مجاهد په مشري یو پلاوی به په دې غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې د ورځې ناوخته جون ۲۵ (چنګاښ پنځم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تیره ورځ په دغه وزارت کې د امیر خان متقي په مشري په یوه غونډه کې د دوحې درېیمې غونډې په تړاوخبرې شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: “د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم به د اسلامي امارت هیئت د دوحې په راتلونکې ناسته کې … د ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ ګډون کوي”.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې ګډونوالو د دوحې په غونډه کې د افغان حکومت د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې ننګونو او د مخدره موادو پرضد د افغانستان حکومت پر اقداماتو هم خبرې کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې درېیمه غونډه به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د جون د روانې میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا غونډه به د سولې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونود مرستیالې روزماري دیکارلو په مشرۍ جوړه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبیوا د تیرې جمعې په ورځ نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند مسلو خبرې ونشۍ.

د یوناما د مشرې دغو څرګندونو د بشري حقونو د نړیوالو سازمانو او د افغان میرمنو د حقونو د بنسټونو تند غبرګونه راپارولي دي او دغو بنسټونو په جلا جلا اعلامیو کې ملګري ملتونه د خپل منشور څخه په سرغړونو تورن کړي دی.

خو ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوحې د غونډې یوه ورځ وروسته به دغې ټولنې مرستیاله او د یوناما مشره د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالانو سره به هم په یوه غونډه کې خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو په دغه اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې د دوحې د غونډې یوه ورځ وروسته د جولای په دوېیم (چنګاښ ۱۲) به د سولې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونود مرستیاله روزماري دیکارلو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبیوا به د مدني ټولنې د افغان فعالانو سره لیده کاته وکړي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي: “د دوحې خبرې د یو بهیر برخه ده؛ یوځلي خبرې نه دي. ددغو خبرو وروستی هدف [په دې ډول دی] چې افغانستان په خپل منځ او ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او د بشري حقونوپه ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په ګډون خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي”.

په دې اعلامیه کې د دیکارلو له قوله ویل شوي: “ددې اونۍ په غونډه کې، به مونږ د افغانانو، د افغانستان د ګاونډیانو، سیمې او له هغې وړاندې نړیواله ټولنه چې کومو ازمایښتونو سره مخ ده پرې بحث وکړو”.

همداشان میرمن دیکارلو ویلي چې په دې غونډه کې به ددې فرصت هم ترلاسه شي چې د افغانانو په ګټه د بالفعله مقاماتو [افغانستان] سره اصولي تعامل ترسره شي.

ملګرو ملتونو د دوحې په دوېیمه غونډه کې چې د دغې ټولنې د عمومي منشي انتونیوګوتیرش په کوربتوب جوړه شوې وه د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو یو شمیر افغان فعالانو هم ګډون کړی وو. افغان چارواکو ته هم د دوحې په دوېیمه غونډه کې چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې جوړه شوې وه د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو افغان چارواکو په غونډه کې د ګډون لپاره ځینې شرطونه ایښي وو چې د ملګرو ملتونو د عمومي مشري له خوا ونه منل شو او افغان چارواکو هم په کې برخه وانخیستله. د دوحې د مشورتي غونډو لومړۍ یې د تیر۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې جوړه شوې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ذبیح الله مجاهد د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان پلاوي مشري کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*