راشد خان د علي رضا له کورنۍ سره د مرستې ژمنه وکړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي ستوري راشد خان د افغانستان د بدن د ښکلا د نړیوال ستوري علي رضا اساهي په مړینې خواشینې ښودلې او د هغه له کورنۍ سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.

علي رضا اساهي تېره ورځ جنوري ۲۲ (سلواغې درېیمه) په کابل کې مړ شوی. د افغانستان د بدن د ښکلا فدراسیون د هغه د مړینې علت ښودلی نه دی خو ویل کېږي چې د زړه د حملې له کبله یې ساه ورکړې.

دغه فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د بدن د ښکلا کورنۍ نن د نړۍ د اتل علي رضا اساهي په مړینه ماتم کوي.»

افغان ستوري راشد خان په خپل رسمي فیسبوک کې علي رضا اساهي د افغانستان د «ورزش یو اتل» بللی او له کورنۍ سره یې غمشریکي کړې ده.

راشد خان لیکلي دي: «په ډېرې خواشینی سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ورزش یو اتل علي رضا اساهي د اجل داعي ته لبیک ویلی. رب دې ورته جنتونه ورکړي. زه له یې کورنۍ سره په دغه غم کې خپل ځان شریک بولم او تسلیت ورته وایم. هڅه مې دا ده چې تر خپلې وسې پورې په دغې سختې او غمځپلې ورځ کې د خدای بخښلي اساهي د کورنۍ لاسنیوی وکړو او په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د هغه د کورنۍ لاسنیوی وکړي.»

علی رضا اساهي په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د بدني ښکلا د نړیوالو سیالیو د مخکښانو په کټګورۍ کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال ګټلی و.

هغه له امریکا غږ سره په یوې مرکې کې د خپل اقتصادي بد وضعیت په اړه څرګندونې کړې وې او له مقاماتو یې غوښتي وو چې ورزش او ورزشکارانو ته پام وکړي.

هغه وخت په ټولنیزو رسنیو کې د ده څرګندونې ډېرې خپرې شوې وې او مینه والو ستایلی و چې په بد اقتصادي وضعیت کې یې هم خپل ورزش نه دی پرېښی او د خپل هېواد لپاره یې ویاړ راوړلی دی.

اوس په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د هغه په مړینې خواشیني څرګنده کړې او د افغانستان د ورزش لپاره یې یوه لویه ضایعه بللې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "راشد خان د علي رضا له کورنۍ سره د مرستې ژمنه وکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*