ملا برادر له رستم مینیخانوف سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

Photo: M.A. Sarwari

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر، رستم مینیخانوف سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. 

ملا عبدالغني برادر چې کازان کې د “روسیې او اسلامي نړۍ” په شپاړسم نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته تللی، مینیخانوف ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې او له هغه یې غوښتي چې د افغانستان په زېربنایي او انرژۍ په برخو کې پانګونې وکړي.  

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمد الله فطرت و ویل: «د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کازان ۱۶ فورم تر پرانیستغونډې وروسته د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره وکتل او په کتنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او افغانستان کې د تاتارستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې کړې دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال، خیرالدین مایل و ویل: «سبا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، روسیې او همدارنګه د نورو هېوادونو د سکټورونو ترمنځ یوه ستره هوکړه لاسلیک کیږي.»

بل‌خوا، د تاتارستان ولسمشر د کازان په دغه فورم  کې د افغانستان د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم بللی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته یو پلاوی واستوي.
 
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: «روسیه د افغانستان د کورنیو محصولاتو لپاره یو ستر او باوري بازار دی. چې څومره اسانتیاوې رامنځته کیږي او اړیکې پراخیږي، موږ کولای شو روسیې ته په هماغه کچه خپل صادرات ډېر کړو.»

په کازان فورم کې له ۱۰۳ هېوادونو څه باندې ۱۰ زره دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملا برادر له رستم مینیخانوف سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*