روزګان کې د اسټرالیايي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کورنۍ غرامت غواړي

روزګان کې د اسټرالیایي ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنيو عملیاتو کې د وژل شویو عامو وګړو د کورنیو غړي د عدالت او غرامت غوښتنه کوي.

دوی له بشر حقونو او نړۍوالو محاکمو په بې پرې توګه د دغو جنګي جنایتونو د څېړلو او مجرمینو ته یې د سزا ورکړې غوښتنه کوي.

۳۸ کلن صدیق الله د روزګان مرکز ترینکوټ ښار جنوب ته په لس کیلومټرۍ کي پرته د ککرک سیمي اوسیدونکی دی.

نوموړی وایي، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د اسټرالیایي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې یې د کورنۍ ۱۸ غړي چي ښځي او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل شول.

د قربانیانو د کورنۍ غړی، صدیق الله وايي: په کورنۍ کې یوازې زه پاتې شوی یم، یو مې ورور شهید شو، یو مې پلار شهید شو، نور مې کاکاخیل شهیدان شول، ماما مې شهید شو. ښځې او ماشومان هم پکې ټپیان او شهیدان شول.

نه یوازې د صدیق الله کورنۍ، بلکې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سلگونه نورې کورنۍ هم د ویر پر ټغر کېنول شوې دي.

۶۵ کلن پایندی چې د روزګان چورې ولسوالۍ د سرۍ کلي اوسیدونکی دی، وایي په ۲۰۰۷ میلادي کال کې یې د اسټرالیایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې څلور زامن او دوې لورګانې ووژل شول.

د قربانیانو د کورنۍ غړی، پایندی وايي: موږ په کور کې دننه ناست وو چې دوی برید وکړ. بمبار یې وکړ. ټول یې و ویشتل.

د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړی، محمد اخلاص هم وايي: ټول تر خاورو لاندې شول، چې یو په بل پسې یې را ایستل زما د کور غړي وو.

د قربانیانو د کورنۍ غړی، خوشحال همدا راز وايي: سخت وحشت و، هیڅ نه ښکاریده چې مرمۍ له کوم کوم ځایه را وریږي. نور یې تنګ کړي وو.

د روزګان سیمه‌ییز مسوولین هم مني، چې د آسټرالیایي ځواکونو د حضور پر مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د روزګان د والي ویاند، آغا ولي انعام و ویل: زموږ غوښتنه دا ده چې پر دې بسنه و نه کړي، چې وايي موږ غرامت ورکوو. دوی دې نړۍوالې محکمې ته را کش کړي. محکمې چې کومه سزا دوی ته وټاکله هغه دې ورکړي.

د روزګان سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې، اسټرالیایي ځواکونو په ۲۰۰۹ میلادي کال کې ترټو لوی برید د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند ککرک سیمه کې وکړ، چې په پایله کې یې ۶۰ کسان ووژل شول او ۱۳۵ نور ټپیان شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "روزګان کې د اسټرالیايي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کورنۍ غرامت غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*