
روسیې او اوکراین جنګي بندیان تبادله کړل
روسیې او اوکراین د سلګونو جنګي بندیانو د تبادلې بهیر پیل کړی دی.
د روسیې لومړۍ ډله اسیران، چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو کم دي، بېلاروس ته لېږدول شوي او هلته تر طبي درملنې لاندې دي.
دا تبادله د کیيف او مسکو د استازو ترمنځ د روانې زیږیزې میاشتې په لومړیو کې د یوې هوکړې پر بنسټ ترسره شوې ده. په دې پړاو کې د دواړو خواو هغه جنګي بندیان چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو کم دي، خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
یوه تبادله شوي اسیر ویلي: «ډېر خوشحال یم، احساسات مې نه شم بیانولی. ټول بدن مې له خوښۍ لړزېږي.»
د اوکراین ولسمشر هم تایید کړې چې یو شمېر هغه بندیان چې د جګړې له پیله تر اوسه د روسیې په بند کې و، خوشې شوي دي.
د اوکراین تبادله شوي وګړي هم تر ستنېدو وروسته د دغه هېواد شمال ته یوې روغتون ته لېږدول شوي، څو طبي معاینات یې وشي.
دا تبادله د روسیې او اوکراین د چارواکو ترمنځ د جون په دویمه په استانبول کې د مخامخ خبرو پایله ده. په دغه غونډه کې هوکړه وشوه چې لږ تر لږه ۱۲۰۰ جنګي بندیان د دواړو لوریو ترمنځ تبادله شي او د زرګونو وژل شویو سرتېرو مړي هم خپلو هېوادونو ته وسپارل شي.
که څه هم د تبادله شویو بندیانو کره شمېر د دواړو لوریو له خوا نه دی اعلان شوی خو د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دواړو لورو د پوځیانو مساوي شمېر تبادله شوی دی.
لومړی نظر وکړئ on "روسیې او اوکراین جنګي بندیان تبادله کړل"