د روغتیا نړۍوال سازمان مشر، ټېډروس ادانوم له هېوادونو وغوښتل چې پر واشنګټن فشار راوړي چې بېرته له خپلې پرېکړې وګرځي.
اسوشیټيډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ټېډروس ادانوم له هېوادونو غوښتي چې د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د پرېکړې مخالفت وکړي او هغه پرېنږدي چې د ملګرو ملتونو له دغې اړوند ادارې و وځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د تېرې چهارشنبې پر ورځ د بودیجې اړوند غونډه کړې او د تمویل کوونکو د وتلو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو لپاره، امریکا د روغتیا نړۍوال سازمان تر ټولو لوی تمویلوونکی دی، چې شاوخوا ۹۸۸ میلیون ډالر ورکوي، چې دا د WHO د ۶.۹ میلیارد ډالرو بودجې نږدې ۱۴ سلنه جوړوي.
روغتیا نړۍوال سازمان د یوه سند په وړاندې کولو سره ټینګار کړی چې ټول بشري پروګرامونه یې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو د همکارۍ او مرستې پورې تړلې دي.
د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ د روغتیا نړۍوال سازمان ۸۰ سلنې د امریکا له لوري تمویليږي.
مربوطه موضعات:
دغه بنسټ ټينګار کوي چې په افغانستان کې د روغتیايي برخې نړۍوالې مرستې د روان زیږدیز کال د اګست له میاشتي راهیسې درېدلې دي.
بلخوا د هېواد تر ۲۰ ډېرو ولایتونو کې روغتیايي چارواکي د روغتیايي مرستو له بندېدو خپله اندېښنه څرګندوي.
تېمور یو له هغو لسګونه نارغانو دی چې له زابل ولایت نه د درملنې لپاره پلازمېنې ته راغلی دی. دی وایي چې د زابل د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو او د طبي توکو د نشتوالي له امله اړ شو چې د کابل روغتونونه ته راشي:«اوه ماشومان او کرايي کور، زه داسې شوی یم (یوه پښه کې پرې شوې او ګوتې مې هم پرې شوې دي.) زه په کور کې بل سرپرست نه لرم. وايي چې دا وینه مې بیرون معانیه کړه خو زه حیران پاتې یم چې څه وکړم. وینه مې معاینه کړم د عملیات درمل مې وپېرم.»
بل خوا د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې به د روغتیا د پروژې درېدل په دغه هېواد کې د څه باندې دوه زره روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو لامل شي.
په دغه رپوټ کې راغلي دي:«د روغتیا د نړۍوال سازمان د پروژې له لارې ۲۰ زره روغتیایي کارکوونکي د افغانستان په ۲۳۰۰ روغتایي مرکزونو کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو پر رسولو بوخت دي. که دا پروژه له سره پېل نه شي، مېلیونونه تنه به روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي پاتې شي.»
روغتیايي مسوولان هم د روغتیا له نړۍوال سازمان نه غواړي چې سیاسي او امنیتي مسایلو ته له پام پرته د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.
د وزیر محمد اکبرخان روغتون سرطبیب نجیب الله نثار وايي:«د مرستو له بندېدو له امله ډېری بې وزله خلک زیانمن کېږي. زموږ تمه دا ده چې په افغانستان کې سیاسي مسایل په پام کې ونه نیسي. او د افغانستان له خلکو سره خپلو بشرپالو مرستو ته دوام ورکړي.»
بل خوا ډاکټران وایي چې د هېواد په ولایتونو کې د ډيری روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو له امله د کابل په روغتونونو کې ناروغان زیات شوي دي.
ډاکټر احمد امید څرګندوي:«کوم چې لازم خواړه دي هغه نه ورسېږي. هغه محیط چې دوی په کې اوسېږي، هغه هم د ژوند لپاره برابر نه دی. او همدارنګه که چېرې ته د نړۍوالۍ ټولنې مرستې بندې شي. صحي بحران به رامنځته شي په ځانګړې توګه په مرکز کې.»
هېوادوال هم له نړۍوالو ادارو غواړي چې د روغتیا په برخه کې له هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
لومړی نظر وکړئ on "روغتیا سازمان له هېوادونو غواړي چې ټرمپ له خپلې پرېکړې را وګرځوي"