د بې پولې ډاکټرانو له رییس سره کتنې؛ د روغتیا سکتور پر ښه والي ټینګار

Photo: Sabilsalaam Multimedia

د عامې روغتیا سرپرست وزیر او د بهرنیو چارو وزارت  مالي او اداري مرستیال ټینګار کړی چې د هیواد روغتیا سکتور ته پاملرنه کوي.

د اسلامي امارت دغو دوو چارواکو د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو بنسټ مشر مایکل لیپي سره په جلا کتنو کې له هغه وغوښتل چې د روغتیا سکتور د پرمختګ، د هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدماتو د ښه کولو او د روغتیایی کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې لا نږدې همکاري وکړي.

 د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول ضیاء احمد تکل و ویل: « ښاغلي لیپي د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مور او ماشوم د روغتیا او د روغتیایي پرسونل د ظرفیت لوړونې برخو کې به خپلې مرستې جاري ساتي.»

په دې کتنو کې لیپي په افغانستان کې د روغتیا خدمتونو د ښه والي او پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې بې پولې ټاکټرانو بنسټ به د افغانستان له روغتیا برخې سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د هېواد ډاکټران د «بې‌پولې ډاکترانو» په څېر بنسټونو حضور د روغتیايي خدمتونو په ځانګړې توګه د لېرې پرتو سیمو لپاره ګټور او ارزښتناک بولي.

 ډاکټر، اسدالله حلیمي په دې اړه و ویل: « که د میندو او ماشومانو ترمنځ وي او که د سړیو او ښځو ترمنځ، غیرساري ناروغۍ هر چیرته پیدا کیږي او باید دغو ناروغیو ته ځانګړی پام وشي. خپلې پروژې باید ډېرې کړي ځکه د غیرساري ناروغیو له امله د ناروغاتو مړینه زیاته شوې ده.»

په کابل کې یو بل ډاکټر تمیمی حکیمي بیا داسې و ویل: « موږ دا ډول بنسټونو ته که هغه بهرني وي او که کورني چې ډېری کارکوونکي یې افغانان دي اړتیا لرو. پولیو او د مور او ماشوم مړینه چې په لرې پرتو ولایتونو کې د روغتیايي پرسونل او توکود کمښت له کبله رامنځته کیږي، یوه جدي موضوع ده او موږ دې برخو کې مرستې ته اړتیا لرو.»

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د هېواد د روغتیايي سکتور پر ځان ‌بسیاینې ټینګار کړی و او ویلي یې وو، چې د دغې موخې ته د رسېدول لپاره هڅې روانې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بې پولې ډاکټرانو له رییس سره کتنې؛ د روغتیا سکتور پر ښه والي ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*