رېچارډ بېنېټ افغانستان کې د روان بشري وضعيت په تړاو د سيمې هېوادونو په سفر وتلی

وږی ۱۴۰۳ – ۳ سپتمبر ۲۰۲۴

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی پلټونکی ریچارډ بېنېټ افغانستان کې د روان بشري وضعیت په تړاو خبرو لپاره د سیمې د هېوادونو په سفر وتلی دی.

ښاغلی بېنېټ چې اوس په قطر کې دی وايي غواړي د سیمې د هېوادونو له استازو او د افغان مېرمنو او نارینه و له بېلابېلو ډلو سره په دې وغږېږي چې څنګه په اغېزناک ډول د افغانانو مرسته کېدای شي.

سيمې ته د رېچارډ بېنېټ د سفر خبر داسې مهال مخې ته راځي چې ټاکل شوې په روانه ميلادي مياشت کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د بشري حقونو د شورا دوه ناستې جوړې شي چې د سر موضوع به يې افغانستان وي.

ښاغلي بېنېټ سيمې ته د خپل سفر په تړاو په خپله اېکس پاڼه ليکلي، “د ملګرو ملتو د بشري حقونو له ۵۷ ناستې وړاندې چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ جوړه شي، سيمې ته راغلی يم چې افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعيت په تړاو د افغانو ښځو او نارينه وو له بېلابېلو ډلو سره خبرې وکړم، زه به همدا ډول د کارپوهانو او د حکومتونو له استازو سره هم ووينم.”

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي پلټونکی اوس په قطر کې دی. دی ترکيې ته هم تللی و. نوموړي هلته څو ورځې تېرې کړې چې له افغانانو او د ترکیې له چارواکو سره خپل ليده کاته ګټور بللي دي.

ښاغلي بېنېټ په خپل اېکس پاڼه د قطر د شخړې او بشري مطالعاتو د مرکز له پخواني مشر سلطان برکات سره د خپلې کتنې يو انځور خپور کړی او ويلي يې دي، دواړو په دې سره خبرې کړې

چې په روان بشري وضعيت کې څنګه په اغېزناک ډول د افغانانو ملاتړ کېدلی شي او د پرمختګ احتمالي لارې څه دي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناسته د سپټمبر پر نهمه نېټه او د امنيت شورا غونډه د همدې مياشتې پر ۱۸ مه جوړه شي.

د امنيت شورا غونډه

د امنيت شورا په خپره کړې يوه وينا پاڼه کې ويلي، د دې غونډې مشري به د سلووېنيا د بهرنيو چارو وزيره کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتنبايوا او د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله سيما بحوث به هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حالت په اړه معلومات وړاندې کړي.

د سلووېنیا د بهرنيو چارو وزيره ويلي، پر افغانستان دغه ورټول بحث د وزيرانو په کچه دی او تمرکز به يې د افغان نجونو او د ښځو پر زدکړو وي.

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې هم امنیت شورا د بندو دروازو تر شا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د ا.ا. “جنسیتي تبعیض” په کلکه غندلی، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو يې د حساب ورکولو غوښتنه کړې او په هر سیاسي بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی و.

د ا.ا.حکومت افغانستان ته د ښاغلي بېنېټ پر سفر بنديز لګولی دی. نوموړي دا پرېکړه له نړۍ سره د ا.ا.د تعامل په برخه کې شاته تګ بللی او د بنديز د لېرې کولو غوښتنه يې کړې ده.

د ا.ا.حکومت وياند ذبيح الله مجاهد افغانستان ته د ښاغلي بېنېټ پر سفر د بنديز د لګولو پرېکړې په تړاو سپيناوي کې نوموړی د خپل حکومت پر ضد په تبليغ کولو تورن کړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "رېچارډ بېنېټ افغانستان کې د روان بشري وضعيت په تړاو د سيمې هېوادونو په سفر وتلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*