ستاسو د وېښتو توېیدو لامل څه کېدای شي؟

که تاسو نارینه یاست یا ښځینه، د وېښتو توېیدل درته یوه ډېره عامه ستونزه ښکاري، خو همدا موضوع د یوه شخص پر احساساتو اغېز کوي او بیا دا احساساتي اغېزه په ژوند کې په لویې ستونزې بدلېږي.

په هند کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې، نژدې ۵۰٪ نارینه او ۴۰٪ ښځینه چې ۵۰ کلنۍ ته رسېږي د وېښتو توېیدو له ستونزې سره مخ کېږي.

د انسان په سر کې په اوسط ډول له ۱۰۰ تر ۱۵۰ میلیونو وېښتانو څخه هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ وېښتان توېیږي، خو که له دې څخه زیات وېښتان تویې شي، د اندېښنې وړ خبر ده.

د وېښتو توېیدل په عمده توګه په دوه ډوله دی. داغ لرونکی الوپیسیا او بل غیر داغ لرونکی الوپیسیا.

په داغ لرونکې الوپیسیا کې، د وېښتو پیاز په بشپړه توګه له منځه ځي او بیا وده نه کوي، خو په غیر داغ لرونکې الوپیسیا کې، پیاز روغ وي او د وېښتو بېرته وده امکان لري.

د وېښتو توېیدو لاملونه

ویښته توېیدل

د وېښتانو توېیدو ډیر لاملونه شته، چې د هر شخص له ژوند سره تړلي وي.

بله دا چې د وېښتو توېیدل د موسمي عواملو له امله هم کېدی شي.

په انفرادي لاملونو کې ممکن جینونه، یا د روغتیا اړوند عوامل شامل وي.

د وېښتانو د توېیدو ځینې لاملونه زموږ له کنټروله بهر دي او جنیټیکي جوړښت یې عمده لامل دی.

همدارنګه، د هورمونونو (انډرایډ الوپیسیا)، چې په نارینه وو کې عام دی او په ښځو کې نادر دی.

زیاتره مېرمنې د ماشومانو تر زیږون وروسته د هورمونونو د توازن کمښت له امله د وېښتو توېیدو سره مخ کېږي. په مېرمنو کې د وېښتو توېیدل د تایروییډ یا طبیعي هورمون بدلونونو له امله کېدای شي.

دغه راز د وېښتـو توېیدل د ځینو درملو خوړلو یا ناروغیو له امله هم وي. چې خورا عام یې د سرطان ناروغۍ درملنې پر مهال د کیموتراپي او رادیوتراپي کارول دي.

د بدن معافیت ټېټېدل هم د وېښتو د توېیدو بل لامل کېدای شي ، چې یوازې د منظمې درملنې سره یې کنټرول ممکن دی.

ځینې فنګسي ناروغۍ یا ستونزې لکه د خارښت د وېښتو لپاره بله ستونزه ده. ذهني فشار یو بل لامل دی چې کېدای شي وېښته ورسره تویې شي.

د وېښتو غوړول او مساج ورکول اړین دي، خو د جیل یا سپرې دوامداره کارول بیا خطرناک

ویښته توېیدل

متخصصینو د وېښتـو د ښې ودې او ساتنې لپاره د ځینو تدابیرو وړاندیز کړی دی

لږ تر لږه په اونۍ کې دوه ځله د ناریال په تودو تېلو د سر پوستکی مالش کړئ او بیا خپل سر ومینځئ.

ژر ژر خپله شامپو مه بدلوئ.

د وېښتـو وچولو لپاره هر وخت دستمال مه کاروئ.

د خرابې هوا او دوړو په وخت کې سر پټ کړئ چې وېښتان مو سخت وچ نه شي.

وېښتان هر وخت خلاص یا پرانیستي مه پریږدئ.

په پرله پسې ډول پر وېښتو سټایلونه جوړول، د ښکلا لپاره د جېلونو یا سپرېګانو دوامداره کارول هم د وېښتو د توېیدو لامل کېدی شي.

تور، اوږده او ځلانده ښوی وېښتان د ښکلا سمبول ګڼل کېږي، خو که ستاسو وېښتان دا معیارونه نه پوره کوي، د دې پر ځای چې ورته اندېښمن شئ، پر هغه څه خوښ اوسئ چې لرئ یې، ځکه چې ان د تورو اوږدو وېښتانو لرونکي هم کله خپلو وېښتو ته د پاملرنې وخت نلري، ځي او خپل وېښتان لنډوي.

دغه مطلب مخکې خپور شوی. د لوستونکو لپاره يو ځل بیا خپرېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ستاسو د وېښتو توېیدو لامل څه کېدای شي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*