سرچینې: د ا.ا. پخوانی قومندان اوس د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د داع-ش مشري کوي

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د ا.ا. پخوانی قومندان موسی اوس مهال په دره نور ولسوالۍ کې داع-ش خراسان ډلې مشري کوي.

د باخبره سرچینو په وینا، دره نور ولسوالۍ کې د داع-ش وسلوال قومندان موسی نومیږي او ددې ولسوالۍ شیمل کلي اصلي اوسېدونکی دی.

د داع-ش خراسان څانګې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د پنجشنبې ورځې د بمي چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست، چې د ا.ا. پر رینجر موټر شوې وه.

ا.ا. ویلي و، په دغه پېښه کې د یوې دیني مدرسې شپږ تنه زده‌کوونکي وژل شوي، یو بل زده‌کوونکی او د دغې ډلې څلور تنه نور غړي ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، دغه چاودنه هم د موسی په مشرئ د داع-ش ډلې له خوا شوې وه.

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې ځايي باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د جمهوریت پرمهال موسی د ا.ا. سره یوځای شوی و او په یاده ولسوالۍ کې د څو بریدونو ترسره کولو وروسته بېرته حکومت ته تسلیم شوی و.

سرچینې زیاتوي چې په دره نور ولسوالۍ کې د داع-ش خراسان ډلې قومندان موسی د تېر جمهوري نظام له پرځېدو او د ا.ا. واک ته رسېدو څخه مخکې له داع-ش ډلې سره یوځای شوی.

د داع-ش خراسان قومندان موسی د دغې ډلې په استخباراتو کې هم کاري مخینه لري.

په دره نور ولسوالۍ کې د داع-ش خراسان قومندان موسی یو ورور چې امیر محمد دره نوری نومیږي، په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار ولایتي شورا وکیل او ځايي قومي مشر و.

که څه هم د ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۱۵ اعلان کړی و، چې په دره نور ولسوالۍ کې د داع-ش مهم غړی موسی په کډون د دې ډلې درې غړي د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي؛ خو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ځايي سرچینې وايي، چې موسی ژوندی دی او د ا.ا. له خوا شوې ادعا ریښتیا نه ده.

د ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۱۵ ویلي و، چې په افغانستان کې د داع-ش وسلوالو شمېر ۲۰۰ تنو ته رسیږي.

خو په دره نور ولسوالۍ کې ځايي سرچینو وویل، چې د داع-ش ډلو هغه وسلوال چې په دغه ولسوالۍ کې شتون لري له ۲۰۰ څخه زیات دي.

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ د غرونو ترمنځ پرته ده، او ډیری کلي په غرونو کې د درو په شاوخوا کې جوړ شوي‌ دي.

دغه ولسوالۍ د داع-ش لپاره یو ستراتژیک موقعیت بلل کیدای شي،‌ ځکه چې له کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو سره ګډه پوله لري، چیرې چې لا له وړاندې داع-ش فعالیت کړی او اوس یې هم د حضور په اړه کله نا کله رپوټونه خپریږي.

په همدې حال کې په کونړ کې سرچینې وايي، چې داع-ش-خراسان د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې حضور لري.

د ځايي سرچینو په وینا، د کونړ ماڼوګی ولسوالۍ په چپه او کوړنګل درو، د څوکۍ ولسوالۍ دېوګل دره او غازي اباد ولسوالۍ کې د داع-ش-خراسان وسلوال حضور لري.

څو میاشتې وړاندې داع-ش وسله والو په دیوه ګل دره کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه پرې کړي وو.

د نړیوالو بنسټونو راپورونو کې هم راغلي، چې د ا.ا. تر حاکمیت لاندې په افغانستان القاعده، داع-ش – خراسان او نورې ترهګرې ډلې فعالې دي‌ او د لا ډیرو جنګیالیو د جزبولو هڅې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سرچینې: د ا.ا. پخوانی قومندان اوس د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د داع-ش مشري کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*