
سل میلیونه ډالر زیان؛ د کابل او اسلاماباد سوداګریزو لارو د تړلو ګرانه بیه
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډه خونه وايي، د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.
دوی وايي، د لارې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته د سوداګرۍ راتلونکۍ مبهم حالت کې دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره سواګرو ته ډېر زیانونه اوړي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خوني رییس، خان جان الکوزي و ویل: «تر هغې چې سوداګریز او ټولنیز موضوعات له استخباراتي او امنیتي مسایلو جلا نشي او پر دغو موضوعاتو جدي فکر ونشي، د دې ستونزې حل ناشونی دی. اوس مهال سوداګري د امنیتي مسایلو په دایره کې راګیره ده او ستونزه د پاکستان له لوري ده. افغانستان د لارو د پرانیستې لپاره چمتو دی، خو د سوداګرۍ راتلونکی اوس ډېر تیاره ښکاري.»
په ورته مهال، یو شمېر هغه افغان سوداګر چې له پاکستانه واردات کوي، وایي چې د پولو د بندېدو له امله اړ شوي چې اړتیا وړ توکي له بدیلو لارو په څو برابره لوړ لګښت وارد کړي؛ خو د اوږدو مزلونو له امله، ځینې توکي، په ځانګړې توګه کیلې خرابې شوې دي.
سوداګر، احمد اکاخیل و ویل: «کله چې له بدیلو لارو کار اخلو، مثلاً کیلې د ایران له لارې له هنده راځي خو لګښتونه یې ډېر دي.»
بل سوداګر، فرید عظیمي و ویل: «ټول افغان او پاکستاني سوداګر د لارو ژر پرانیستل غواړي، ځکه دواړو خواو ته توکي خراب شوي او سوداګرو ته ډېر زیانونه رسېدلي دي.»
تر دې وړاندې بیا د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورغوښتنه کړې وه، چې دا ستونزه باید ژر تر ژره حل شي.
لومړی نظر وکړئ on "سل میلیونه ډالر زیان؛ د کابل او اسلاماباد سوداګریزو لارو د تړلو ګرانه بیه"