سمنګان کې د سکرو کان پریوتی؛ لسګونه کارګران په کې بند پاتې شوي

د ا.ا. تر کنټرول لاندې رسنیو د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو پراساس ویلي چې په دغه ولایت کې د ډبرو د سکرو د یو کان د یوې برخې د پریوتلو له امله لږ تر لږه ۳۵ کارګر په یو کان کې بند پاتې شوي دي.

دا پیښه د شنبې د ورځې ډسمبر ۱۴(لیندۍ ۲۴) ماښام مهال سمنګان ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ د “سفید خاک” د ډبرو سکرو په کان کې رامنځ ته شوې ده.

د ا.ا.د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵(لیندۍ ۲۵) د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې په کان کې د بند پاتې شویو کارګرانو د ایستلو لپاره هڅې پیل شوي دي.

ددې پیښې په اړه په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې ددغه غره یوه برخه ښویدلې چې له امله یې ددغه کان د وتلو او ننوتلو دروازې هم بندې شوي دي.

په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې ددې پیښې وروسته یو شمیر کارګران او د سیمې اوسیدونکي د پیښې ځای ته ورغلي او له کان څخه د کارګرانو د ایستلو او ژغورلو هڅې یې پیل کړي دي، خو د پیښې څخه د څو ساعونو په تیریدو تراوسه له دغه کان څخه د کان کیندونکو په ایستلو نه دي بریالي شوي.

تراوسه ددغه کان د یوې برخې د پریوتو علت نه دی څرګند شوی. خو دمخه په دغسې ورته پیښو د میتان د ګاز د چاودنو له امله د سنمګان ولایت د ډبرو د سکرو په کانونو کې لسګونو کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د سمنګان په ولایت کې تر ټولو زیات د ډبرو سکرو کانونه د دره صوف په ولسوالۍ کې چې د ولایت د مرکز ایبک ښار په ۶۰ لیکومترۍ کې موقعیت لري پراته دي. اوس مهال په دغو کانونو کې په سلګونو کارګران په کار بوخت دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سمنګان کې د سکرو کان پریوتی؛ لسګونه کارګران په کې بند پاتې شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*