
سمنګان کې له زلزلې وروسته زیانمنو شوو ښوونځیو کې د زدهکوونکو اندېښنې
په سمنګان ولایت کې درې اونۍ وړاندې زلزلې د نورو زیانونو او مرګژوبلې سربېره د لسګونه ښوونځیو او مدرسو ودانیو ته هم سخت زیان اړولی دی.
د دغو ښوونځیو له جملې یو هم د خُلم ولسوالي د صیاد کلي ښوونځي دی چې زدهکوونکي یې له وېرې او اندېښنې سره، د درسي ټولګیو تر درز شویو چتونو لاندې درس وایي.
دغه زدهکوونکي د خپلو ټولګیو د چتونو رالوېدو ته اندېښنه لري او له اسلامي امارت غواړي چې ښوونځی دې یې بېرته ورغوي.
د دغه ښوونځي یوه زدهکوونکي مروه په دې اړه وايي: «زمونږ ښوونځی په زلزله کې زیانمن شوی دی او د ناستي نه دی، مونږ له ډېرې وېرې سره ښوونځي ته راځو خو په سمه توګه درس نشو ویلی، له پوهنې وزارت غواړو چې زمونږ ښوونځي راته ورغوي.»
یوه بله زدهکوونکې رابعه وايي: «زلزله کې زمونږ ښوونځي ډېر خراب شوی، باید بېرته جوړ شي، مونږ چې دلته ناست یو، فکر کوو اوس به را باندې را ولوېږي، په دې وضیعت کې مونږ ته درس ویل سخت کیږي.»
په همدې حال کې د خُلم ولسوالي د پوهنې مسوولین هم د ښوونځیو د ړنګېدو د خطر په تړاو اندېښمن دي او له مرستندویو بنسټونو او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د دغو ښوونځیو په بیا رغونه کې ورسره همکاري وکړي.
د دې ولسوالي د پوهنې امر صبغتالله عکرمه په دې اړه وویل: «زمونږ د ښوونځیو ودانۍ د جوړېدو نه دي چې مونږ ورته پیسې راټولې کړو او ترمیم یې کړو، دا ودانۍ باید له سره په اساسي ډول ورغول شي څو د زلزلې پر وړاندې ښه مقاومت وکړي.»
دغه راز د دغه ښوونځي مدیرې سلما نورزاده وویل: «انجینرانو مونږ ته ویلي چې هیڅوک باید د ښوونځي ودانۍ ته دننه نشي، ځکه له جدي ګواښ سره مخ ده، خو د مناسب ځای د نشتوالي له امله اړ یو چې زدهکوونکي په همدې ټولګیو کې کېنوو.»
د سمنګان د پوهنې ریاست د معلوماتو لهمخې، په وروستۍ زلزله کې له ۹۰ ډېر ښوونځي او مدرسې په بشپړه توګه او یا هم نسبي ډول زیانمنې شوې دي.
لومړی نظر وکړئ on "سمنګان کې له زلزلې وروسته زیانمنو شوو ښوونځیو کې د زدهکوونکو اندېښنې"