سوداګر: د وچې مېوې د صادراتو پر وړاندې خنډونه زیات شوي

1
4

سوداګر: د وچې مېوې د صادراتو پر وړاندې خنډونه زیات شوي

د وچې میوې ځینې صادرکوونکي وایي، د دغو میوو د صادراتو پر وړاندې ستونزې په بې مخینې ډول زیاتې شوي دي.

د دوی په وینا، د روښانه پلان نشتوالي، لوړو لګښتونو او د صادراتي اسنادو د ارزونې په بهیر کې ځنډ، دا صادرات له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

  سوداګر، محبوب‌الله محمدي په دې اړه داسې وايي: «نه یوازې دا چې موږ په واګه بندر یا نورو سوداګریزو بندرونو کې ستونزې لرو بلکې، کاغذپراني دومره زیاته شوې چې زموږ مالونه تر یوې یا دوه اونیو ځنډیږي. یو ډیپارټمنټ په یوه ځای کې وي او بل په بل ځای کې نو منظم صادراتي بهیر موږ نه لرو.» 

پر دې سربېره، د وچو مېوو د صادروونکو ټولنه هم په دې برخه کې د مخ په زیاتېدونکو فشارونو خبرداری ورکوي. د واګه بندر د دروازې تړل کېدل، د چابهار بندر لوړ لګښتونه، د هوايي دهلیزونو بې‌ثباتي او د بانکي ستونزو او سوداګریزو ویزو ترڅنګ نورې مسألې د صادروونکو پر وړاندې لوی خنډونه بلل شوي دي.  

 د کابل د وچو مېوو د صادرونکو د اتحادیې رییس، عبدالقاسم امرخیل هم وايي: سوداګرۍ وزارت سره مو دا خبره شریکه کړې ده. د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره مو شریکه کړه. موږ د افغانستان له اسلامي امارته غواړو چې له الوتکو سره خبرې وکړي څو زموږ مالونه په نورمال ډول له هوايي ډګره بار شي.

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د وچو میوو د صادراتو لپاره د هند د بازارونو اهمیت ته اشاره کوي او له اړوندو بنسټونو غواړي چې دا ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان‌جان الکوزی بیا وايي: «دننه افغانستان کې چې کومې ستونزې دي، دا زموږ په اند حل کېدونکې دي. خو هغه ستونزه چې موږ یې له هند سره لرو او هغه پیسې چې له موږ اخیستل کیږي، هغه باید راکمې شي.»

صادروونکي خبرداری ورکوي چې که دا ستونزې ژر حل نه شي، د افغانستان د وچو مېوو صنعت به له ځوړ سره مخ شي او لسګونه زره کروندګر او تولیدونکي به هم زیانمن شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سوداګر: د وچې مېوې د صادراتو پر وړاندې خنډونه زیات شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*