سپورټ؛ له روږدتیا د ژغورنې هیله

د هرات روږدو درملنې ځانګړي روغتون کې یو سپورټ لوبغالی فعال شوی دی.

محمد اصف یو له شاوخوا پنځه سوه روږدو دی چې د ښې درملنې لپاره يې سپورټ ته مخه کړې ده.

دغه شپږویشت کلن سړی درې کاله په نشه يي توکو روږدی وو او دامهال تر درملنې لاندې دی.

محمد اصف داسې وايي: «زه غواړم چې د سپورټ په مرسته هر څومره ژر چې کیدی شي له دې ناروغۍ ځان خلاص کړم او خپل صحت ښه کړم. سپورټ د انسانانو په روغتیا کې مهم رول لري، ځانګړې توګه زموږ لپاره چې معتاد وو. د سپورت له لارې کولی شو چې خپل بیا رغونه ژر تر ژره ترلاسه کړو.»

هلته روږدي پر کمو امکاناتو ورزش کوي.

تر درملنې لاندې ځینو روږدو په خبره تر کلونو روږدتیا او کړاو وروسته ورزش دوی روښانه ژوند ته هیله من کړي دي.

دلاور، چې د درملنې لاندې دی، داسې وايي: «زه روږدی ووم او شکر دی چې درې میاشتې کېږي له نشه يي توکو پاک یم.»

ثاقب، چې تر درملنې لاندې بل روږدی دی وايي: «روږدتیا ډېره سخته او ځورونکي ده او زما ژوند یې ویجاړ کړ.»

معروف هم په دې اړه و ویل: «کله چې له دې ځایه ووځو، موږ به د یو ورزشکار په توګه ووځو، نه د یو روږدي په توګه. موږ به په لوړ سر د خپلې کورنۍ او خپلوانو منځ ته ستانه شو.»

شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د هرات د روږدو درملنې ځانګړي روغتون کې د ورزش څانګه فعاله شوې.
تر درملنې لاندې روږدي بېلابېلې رزمي، فوټبال، والیبال او ځغاستې لوبې کوي.

بهروز اماني، د هرات د روږدو ځانګړي روغتون د سپورټ برخې مسوول و ویل: «نږدې شپږ میاشتې کېږي چې موږ دلته تمرین کوو. کله چې ناروغان روغتون ته راځي، موږ د هغوی ارزونه او استعداديابي کوو څو و یې پېژنو چې کوم ناروغ له کومې څانګې سره مینه لري.»

کمال الدین، د هرات د روږدو ځانګړي روغتون مسوول وویل: «دغه کسان ډېر کمزوري وو او موږ هغوی د ښار له کوڅو راټول کړي دي. تر اوسه پورې تقریباً ۵۰۰ کسان د سپورټ له لارې چمتو شوي، دوی هغه کسان دي چې اوس په دې روغتون کې دي او د نورو روږدو د ساتنې مسوولیت لري.»

د هرات د روږدو درملنې ځانګړی روغتون دوه کاله وړاندې جوړ شوی دی او په هر پړاو کې د څلور زره روږدو درملنه شوې ده.

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت مسوولینو په خبره ددغه ولايت روږدو درملنې ځانګړي روغتون کې له شل زره زیات ناروغانو درملنه شوې او له خپلو کورنيو سره یوځای شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سپورټ؛ له روږدتیا د ژغورنې هیله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*