
سږکال بلخ کې له ۸۵۰ زیات سوداګریز او صنعتي جوازونه ورکړ شوي
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست خبر ورکړی چې د روان کال له پیله تر اوسه پورې یې سوداګرو او فابریکېلرونکو ته ۲۸۴ سوداګریز او صنعتي جوازونه وېشلي دي.
د دې ریاست د مسوولینو په وینا، په همدې موده کې د ۵۷۲ سوداګریزو شرکتونو او تولیدي کارخونو جوازونه هم نوي شوي دي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازی وايي: « سږکال د صنعت او سوداګرۍ ریاست لهخوا ټولټال ۸۵۶ سوداګریز او صنعتي جوازونه ورکړ شوي چې له دې منځه ۵۷۲ د تمدید جوازونه او ۲۸۴ نوي جوازونه د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې ورکړ شوي دي.»
له بلې خوا، د بلخ ولایت د فابریکو مسوولین د دایمي برېښنا برابرول او د ځمکې وېش خپلې مهمې غوښتنې بولي.
د کارخونې مسوول، افضل افضلي بیا وايي: « که د کرنې وزارت او اقتصادي معاونیت له لوري لويو فابریکهدارانو ته ځمکه ووېشل شي، نو سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.»
د یوې بلې کارخونې مسوول، محمد یوسف غفوري هم وايي: « موږ ظرفیت او امکانات لرو. که د حکومت لهخوا برېښنا او ځمکه برابر شي، کولای شو د هېواد دننه سترې تولیدي فابریکې جوړې کړو.»
په همدې حال کې، د دغو فابریکو کارکوونکي د داسې فابریکو له جوړېدو خوښي څرګندوي او له نورو پانګوالو هم غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
کارکوونکي، حضرتالله و ویل: « موږ خوشاله یو چې بهرنیو هېوادونو ته له تګ بېنیازه شوي یو. دلته د ځوانانو لپاره ډېر کاري فرصتونه برابر شوي دي. له حکومته غواړو چې د صنعتکارانو ملاتړ وکړي، څو نورې کارخونې هم جوړې شي.»
بل لور ته، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د هڅو خبر ورکوي او د دغو هڅو پر دوام ټینګار کوي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دې ولایت کې ۳۰۰ واړه او لویې فابریکو خپل فعالیت پیل کړی، چې زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "سږکال بلخ کې له ۸۵۰ زیات سوداګریز او صنعتي جوازونه ورکړ شوي"