کانونو وزارت: سږکال د پنجشېر ۱۸زره قیراطه زمرد پلورل شوي

Kier in Sight Archives

سږکال د پنجشېر ۱۸زره قیراطه زمرد پلورل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د روان کال له پیله تر اوسه، د پنځو دورو داوطلبۍ په ترڅ کې د پنجشیر ۱۸ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

وزارت د دغو زمردو ټول ارزښت ۱.۱ میلیونه ډالر ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د دې قیمتي ډبرو د پلور بهیر په شفاف ډول ترسره شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان، طلوع‌نیوز ته وویل: «له ۱۴۰۴ هجري لمریز کال راهیسې تر دې دمه، د پنجشیر زمردو پنځه دورې داوطلبۍ ترسره شوي چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۸ زره قیراطه زمرد، د ۱.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت، پلورل شوي دي.»

د زمردو د پلور تر څنګ، وزارت په پنجشیر په پریان ولسوالۍ کې د نوو زمردو کانونو د کشف خبره هم کوي او زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د وزارت تخنیکي ټیمونه د دقیقې سروې لپاره سیمې ته واستول شي.

ښاغلي افغان زیاته کړه: «د پریان ولسوالۍ  په بېلابېلو سیمو کې معدنونه لیدل شوي دي. وزارت پلان لري چې د سروې تخنیکي ډلې سیمې ته واستوي څو دقیقه سروې وشي. وروسته له سروې، ان‌شاءالله پلان لرو چې دغه سیمې هم په قرارداد ورکړو.»

اخوا، اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د کانونو، په ځانګړې توګه د قیمتي ډبرو، قانوني او شفاف استخراج کولای شي د هېواد د عوایدو په زیاتوالي او د کار زمینې برابرولو کې اغېزناک وي.

د اقتصاد چارو کارپوه، محمد اصف ستانکزي، طلوع‌نیوز ته وویل: «که دا کانونه د نړۍوالو معیارونو له مخې او په معیاري ډول و کیندل شي، نو کولی شي د هېواد ملي عواید تضمین کړي او افغانستان وکولی شي د خپلو قیمتي ډبرو په مټ ملي او تخصصي بودجه تمویل کړي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د زمردو ۶۰۰ رسمي جوازونه ورکړ شوي او له ۱۵ زرو زیات کسان د زمردو په بېلابېلو برخو کې په کارونو بوخت دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کانونو وزارت: سږکال د پنجشېر ۱۸زره قیراطه زمرد پلورل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*