
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، سږ کال له دغه ولایته د نږدې ۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پسته له هېواده بهر ته صادره شوې ده.
د دغې خونې د مسوولینو په خبره، سږکال له هراته د پستې صادرات د تېر کال پرتله ۲۱ سلنې زیاتوالی ښيي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي آمر، محمد یوسف امین طلوعنیوز ته و ویل: «پسته له هغو مېوو ده چې د اروپا مارکېټونو ته صادریږي. په ۱۴۰۳ لمریز کال کې، د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پسته صادره شوې ده. دا شمېره د ۱۴۰۲ پرتله ۲۱ سلنې زیاتوالی ښیي.»
بل پلو د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي، سږکال دغه ولایت کې له اووه زره ټنو زیات د پستې حاصلات راټول شوي چې د تېر کال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
دغه پسته له للمي او نورو بڼونو راټوله شوې ده.
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، بشیر احمد بهادري طلوعنیوز ته ویلي: «په هرات کې شاوخوا ۱۲ زره هکټاره للمي پسته شته، چې سږ کال ور څخه تر ۵ زره ټنو ډېره پسته راټوله شوې ده.»
په هرات او څېرمه ولایتونو کې تر وخت وړاندې د للمي پستې راټولول د پستې د کیفیت ټیټېدو لامل کیږي.
د چارو شنونکي وایي، که پسته په سم ډول او ټاکلې نېټه راټوله شي د حاصلاتو زیاتوالي ترڅنګ به یې له هېواده بهر صادرات هم زیات شي.
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد داوود نورزي و ویل: «اسلامي امارت باید د ولایتونو د کرنې ریاستونو له لارې هڅه وکړي چې د پستې د مخکې له وخته راټولو مخه ونیسي. دا اقدام به د افغانستان د پستې حاصلات زیات کړي.»
د شمېرو پربنسټ د هېواد ۹۰ سلنې پسته د هرات، بادغیس او ځینو نورو شمالي ولایتونو له للمي ځنګلونو ترلاسه کیږي.
لومړی نظر وکړئ on "سږ کال له هراته د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پسته صادره شوې ده"