سیاف ا.ا. ته: د خپل منځي اختلافاتو د له منځه وړلو یوازنۍ لاره خبرې دي

د افغانستان پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، د خپل منځي اختلافاتو له منځه وړلو او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره خبرې اترې پیلول دي. سیاف په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې «خدای دې د ټولو اړخونو ذهنونه خلاص کړي.»

په ترکیه کې مېشت د افغاستان پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن سې شنبې « د لیندۍ ۲۷مه» په خپله اېکس پاڼه کې یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول ا.ا. د سولې خبرو ته بللي دي.

له دې وړاندې سیاف ویلي چې خدای دې په افغانستان کې داسې یو حاکمیت رامنځته کړي چې ټول وګړي پکې خپل حقوق او وجایب وپېژني.

نوموړي په خپل پیغام کې ا.ا. ته په اشارې سره ویلي، چې دا وضعیت به ډیر ژر بدل شي.
د تېر حکومت چارواکو او د عبدالرب رسول سیاف په ګډون ډېر شمېر جهادي مشرانو په وار – وار په ا.ا. غږ کړی، چې باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، دا هغه څه دي چې نړیوال یې هم له ا.ا. غواړي.
خو ا.ا. چارواکي بیا د دغو غوښتنو په غبرګون وایي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول کولی شي په بشپړ امنیت کې په هېواد کې ژوند وکړي، خو هېچا ته په نظام کې برخه نه ورکوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سیاف ا.ا. ته: د خپل منځي اختلافاتو د له منځه وړلو یوازنۍ لاره خبرې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*