سیګار: د امریکا ۲ دولتي ادارو افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ارزونې مقررات سم نه دي پلي کړي

د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې سیګار په افغانستان کې د وړم (۲۰۲۲) کال د مارچ او نوامبر میاشتو ترمنځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پنځو اړوندو بسپنه لګوونکو ادارو پر چلند چمتو کړی راپور خپور کړی دی.

دا پنځه بنسټونه په افغانستان کې د امریکا پیسې لګوي او دوه يې په دې کې پاتې راغلي چې سیګار ته داسې اړین اسناد وښيي چې دوی د دولت د بهرنیو چارو پر لارښود او پر خپلو اجرائیوي شریکباڼو د ترهګرۍ ضد ارزونې د مقرراتو پر پلي کولو بشپړ عمل کړی دی.

د ‘دیموکراسۍ، بشري حقونو او کار’ (DRL) او همدا راز د ‘نشه‌یي توکو پر ضد د نړیوالې مبارزې او د قانون د حاکمیت چارو’ (INL) بیرو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه څانګې بلل شوې چې د ترهګرۍ ضد لازمو ارزونو عملي کولو او په دې برخه کې د اړینو اسنادو په وړاندې کولو کې پاتې راغلې.

خو د ‘سیاسي-پوځي چارو څانګه او د وسلو د له منځه وړلو او ټولولو دفتر’ (PM/WRA)، د ‘وګړو، کډوالۍ او پناه غوښتونکو څانګه’ (PRM) او همدا شان د ‘سوېلي او مرکزي اسیا د چارو څانګه او د رسنیو او عامه ډيپلوماسۍ دفتر’ (SCA/PPD) بیا د دغه وزارت هغه ادارې دي چې قناعت وړ اسناد يې وړاندې کړي دي.

د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له پیله د نومبر تر پایه اتو میاشتو کې امریکا په افغانستان کې ټولټال ۴۹۵ مېلیونه ډالره لګولي وو.

پورته دوې یادې شوې ادارې د ۲۹۳ مېلیونه ډالرو د لګښت اړوند له خپلو پلي کوونکو همکارانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له معیارونو سره سم حساب اخیستو کې پاتې راغلې دي.

Kabul
د عکس تشریح، افغانستان کې میلیونونه خلک پر نړیوال مرستو پايي

سیګار وايي، دولتي چارواکو ورته وویل چې ‘نشه‌یي توکو پر ضد د نړیوالې مبارزې او د قانون د حاکمیت چارو’ بیرو د کارمندانو د بدلون او د افغانستان – پاکستان د دفتر د منحلېدو له امله اسناد نه دي ساتلي.

سیګار په هرو درېیو میاشتو کې د خپلې څارنې نوی راپور خپروي.

پر افغانستان د ا.ا. له بیاواکمنېدو راهیسې لویدیځ مرستندویان بیا بیا اندېښنې ښیي چې ا.ا. ښايي له نړیوالو بشري مرستو ګټه ترلاسه کړي.

د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې ‘سیګار’ په خپل تېر راپور کې چې د روان کال می میاشت کې خپور کړی و، ویلي وو چې په افغانستان کې د ا.ا. حکومت د دوی له دولتي مرستو نږدې ۱۱ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

خو ا.ا. دا ردوي چې د دوی حکومت دې له نړیوالو بشري مرستو ګټه ترلاسه کړې وي.‌

سیګار په خپل تازه رپوټ کې هم ویلي، چې ا.ا. د افغانستان له خلکو سره له کېدونکو مرستو د ګټې ترلاسه کېدو هڅه کوي.

دغې امریکایۍ ادارې په خپل تازه راپور کې دا هم ویلي چې د امریکا دولت لا هم د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د پروګرامونو د تمویل په حال کې دی.

خو دا ټینګار یې هم کړی چې دغه هېواد دې د څار او د همکارانو د چلند د ارزونې داسې معیارونه پلي کړي چې له ترهګرۍ سره تړلو کسانو او بنسټونو ته د دغو پیسو د ورتګ د امکان مخه ونیول شي.

د امریکا د قوانینو له مخې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون امریکايۍ ادارې له هغو کسانو، بنسټونو او قلمروونو سره راکړه ورکړه نشي کولی چې بندیزونه پرې دي یا د امریکا د مالیې وزارت په تور لېست کې دي.

د ویډیو تشریح، د ‘سیګار’ له مشر سره د بي بي سي مرکه

سیګار په افغانستان کې پر دولتي بنسټونو د ا.ا. حاکمیت او له نادولتي بنسټونو سره د هغوی د نږدې اړیکو جوړولو هڅو ته اشاره او ټینګار کړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته ښایي چې په بشپړ او دوامدار ډول د خپلو همکارو بنسټونو له اقداماتو احتمالي خطرونه په بشپړ او دوامدار ډول وڅاري.

په دغه تازه راپور کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته دا سپارښتنه هم شوې چې ژر دې د دې ډاډمنېدو لپاره ګامونه واخلي چې ټولې اړوندې ادارې يې د اړوندو اسنادو د ساتنې او ارزونې معیارونه عملي کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د اسنادو د ساتنې او کنټرول اړوند ستونزې منلې او په دغه راپور کې د راغلو سپارښتنو د عملي کولو ژمنه يې کړې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سیګار: د امریکا ۲ دولتي ادارو افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ارزونې مقررات سم نه دي پلي کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*