
شیخ زاید روغتون کې د مغزي سکتې ناروغانو شمېر زیات شوی
د شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون مسوولین وایي چې په دغه روغتون کې د مغزې سکتې ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
د دې روغتون مشر ډاکټر، محمد اسلام ځدران، طلوعنیوز ته وویل: «سږکال د تېر کال پرتله د ناروغانو په مراجعه کې شپږ تر اووه سلنې زیاتوالی راغلی دی.»
نعمتالله چې اویا کاله عمر لري، اوس د مغزي سکتې له امله په دغه روغتون کې پر بستر پروت دی.
که څه هم چې په لومړیو ساعتونو کې روغتون ته د هغه انتقال یې ژوند ژغورلی، خو له بغلان څخه تر کابله د سفر اوږدوالی د دې لامل شوی چې د بدن کیڼ لوری یې فلج او ژبه یې لکنت شي.
د نعمتالله زوی، شریفالله، وویل: «د عامې روغتیا وزارت باید په ولایتونو کې د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي چې موږ وکولای شو په اسانۍ سره خپلو ناروغانو درملنه وکړو.»
د شیخ زاید روغتون د داخله څانګې عاجلې پاملرنې خونه له هغو ناروغانو ډکه ده چې د مغزي سکتې سره مخ شوي دي؛ هره دقیقه دلته د ژوند او مرګ تر منځ کرښه ده.
د دغه روغتون یو ډاکټر، علمگل هاشمي وویل: «اوس مهال د مغزي سکتې پېښې په ځوانانو کې هم درې سلنې زیاتې شوي دي او دوی د ځانګړې پاملرنې خونو ته انتقالېږي.»
هلته بل ډاکټر، فایض تیموري، وویل: «که موږ د ناروغ د سکتې له پیله په درې ساعتونو کې درملنه وکړو، د راتلونکو اختلالاتو مخه نیولای شو.»
سره له دې چې نړۍ د اکتوبر ۲۹مه د مغزي سکتې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي، په افغانستان کې د خلکو پوهاوی د سکتې نښو نښانو په اړه کم دی؛ داسې پوهاوی چې د ژوند ژغورلو ارزښت لري.
ډاکټر سراجالدین نجرابي وویل: «مغزي سکته د بدن د یوې برخې فلج، کمزوري کولو یا حتا د ناروغ د مرګ لامل کېږي.»
د دغه روغتون یوې نرسې تمنا نجما له خلکو وغوښتل: «د چاغښت مخه ونیسي، سالم غذایي رژیم غوره کړي او که شکر، د زړه یا بل ناروغي لري، باید درملنه یې وکړي.»
د روغتیا نړیوال سازمان مغزي سکتې ته د لوړې مړینې لرونکې ناروغي وایي او شمېرې ښيي چې هر کال ۱۲ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي چې له ډلې یې تر اووه میلیونو زیات کسان مري.
لومړی نظر وکړئ on "شیخ زاید روغتون کې د مغزي سکتې ناروغانو شمېر زیات شوی"