طالبانو په کونړ کې د داعش پرضد عملیات پیل کړي دي

Loading

په کونړ کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې چلس سیمه کې د داعش پرضد عملیات پیل کړي.

که څه هم د روانو عملیاتو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ځايي سرچېنې وايي چې په دغو عملیاتو کې د داعش یو قومندان هم وژل شوی.

طالبان په افغانستان کې د داعش حضور ردوي خو سرچینې وايي چې له دوو ورځو راهسې یې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش پر پټڼځیو عملیات پیل کړي دي.

د کونړ امنیه قومندانۍ کې د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې په کونړ کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د استخباراتو ځانګړې قطعه هم برخه لري.

د طالبانو سرچینې ادعا کوی چې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ دېوه ګل درې په چلس او سپیدار کې په روانو عملیاتو کې داعش ډلې د جلب جذب معاون قاري اسد چې مشهور په حبیب خراساني و، وژل شوی دی.

تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه نه هم د داعش ـ خراسان او نه هم طالبانو په رسمي ډول څه ویلي دي.

څوکۍ ولسوالۍ کې د دېوه دره کې په ځنګلونو پوښلې چلس او سپیدار سیمې د افغانستان درېو ولایتونو ننګرهار، لغمان او نورستان ته د تګ راتګ لارې لري.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته څو سرچینو منلې وه، چې په کونړ کې د طالبانو د غړو کورنیو له هغو سیمو کډه کړې چې د داعش حضور په کې لیدل کیږي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې داعش-خراسان د کونړ په دریو ولسوالیو کې حضور لري.

د کونړ ماڼوګی ولسوالۍ په چپه او کوړنګل درو ، د څوکۍ ولسوالۍ دېوګل دره او غازي اباد ولسوالۍ کې د داعش-خراسان وسلوال فعالیت لري.

څو میاشتې وړاندې داعش وسله والو په دیوه ګل دره کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه غوڅ کړي ول.

طالبانو ته نژدې وېپاڼې المرصاد چې د داعش په اړه راپورونه نشروي، پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان په پټه په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ددغه ډلې مشرانو ته ځای ورکړی دی.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*