
کابل کې د افغانستان د «طلوع اقتصادی» نندارتون دویمه ورځ
د افغانستان د «طلوع اقتصادي» نندارتون چې د څلورو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوی، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې، د افغانستان د اقتصادي نوښت موسسې او یو شمېر نورو بنسټونو له خوا تنظیم شوی دی.
په دغه نندارتون کې نږدې ۱۲۰ غرفې اېښودل شوې دي چې شاوخوا ۵۰ سلنه یې د ښځو له خوا مدیریت کېږي او په بېلابېلو برخو کې یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
فریبا چې په دغه نندارتون کې یې خپلې لاسې صنایع په یوې غرفه کې نندارې ته ایښي، وايي: «موږ ډېر خوشحال یو، په دغه نندارتون کې زموږ د ګډون موخه یوازې د خپلو تولیداتو پلور نه دی؛ زموږ اصلي هدف دا دی چې زموږ سوداګري وده وکړي، څو وکولی شو په خپلو ولایتونو کې ښه کار وکړو او آن صادرات او واردات هم ولرو.»
رحیمه هم بله افغانه سوداګره ده چې دغه نندارتون کې غرفه لري: «زه ډېره خوشحاله یم چې وینم زموږ د هېواد ښځې پرمختګ کړی او پر ځان بسیا شوې دي. ځکه چې اوس مهال له زدهکړو بېبرخې یو، له ښځو غواړم چې همداسې دوام ورکړي.»
د دغه نندارتون دویمه ورځ د ګډونوالو او لیدونکو، په ځانګړې توګه د ښځو، له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.
یو شمېر لیدونکي د داسې پروګرامونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو لپاره ښه فرصت بولي.
د کابل اوسېدونکی نجما چې د نندارتون لیدو ته راغلې وايي: «دا چې د هېواد ښځې تولیدات لري او دا وړتیا لري چې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي، د خوښۍ ځای دی. حکومت باید له دوی ملاتړ وکړي.»
شکیبا هم ورته نظر لري: «دا نندارتون ډېر ښه دی او هیله لرو چې ښه خرڅلاو ولرو. خلک راځي او محصولات ګوري.»
په همدې حال کې، نارینه ګډونوال هم د کورنیو تولیداتو د لا زیات ملاتړ او د کاروبارونو د ودې لپاره د غوره زمینو برابرولو غوښتنه کوي.
ورته مهال، د نندارتون تنظیموونکي هم له هېوادوالو غواړي چې په دغه نندارتون کې په ګډون سره د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د هېواد د صنعتکارانو او متشبثینو له لاسته راوړنو سره له نږدې بلد شي.
د نندارتون یو تن ګډونوال، ضیاءالدین زلمي په دې اړه وویل: «هغه کورنۍ چې د پېرلو نیت لري، کولی شي محصولات په مناسبو بیو ترلاسه کړي. دا د ښځینه متشبثینو لپاره د بازارموندنې ښه فرصت دی چې کولی شي د هغوی د سوداګرۍ په وده کې مرسته وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په اوسنیو شرایطو کې، د ښځو لپاره د اقتصادي فرصتونو برابرول او د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ د هېواد د اقتصادي ودې له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د افغانستان د «طلوع اقتصادی» نندارتون دویمه ورځ"