عبدالسلام ضعیف د ا.ا. په زندان کې درې امریکايي بندیان “جاسوس” وبلل

په پاکستان کې د ا.ا. پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د ا.ا. په زندان کې درې امریکايي بندیان “جاسوس” بللي دي.

ښاغلی ضعیف چې یو وخت د ګوانتانامو زنداني و وایي، چې امریکا له څو لسیزو راهیسې بې ګناه خلک پرته له کومې محکمې په خپلو وحشیانه زندانونو کې ساتلي دي.

په اسلام اباد کې د ا.ا. پخواني سفیر د زمري په ۲۱ مه د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «هغه کسان چې د خپلو دریو جاسوسانو په اړه اندېښمن دي باید پوه شي، چې دوی بشردوستانه نه دي، بلکې د بشر په تاریخ کې تر ټولو لوی جنایتکاران دي.»

تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ا.ا. له زندانه د درېیو امریکايي بندیانو پر خلاصون ټینګار کړی و او ویلي یې و، چې دوی په “ناحقه” بندیان شوي او امریکا هڅه کوي، چې خوشې یې کړي.

عبدالسلام ضعیف د ا.ا. د واکمنۍ د لومړۍ دورې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د دغې ډلې سفیر و.

د ۲۰۰۸ کال په ژمي کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته ضعیف زنداني شو او د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.

د ۲۰۰۴ کال په مني کې له ګونتانامو څخه له خلاصون وروسته افغانستان ته راستون شو او په کابل کې پاتې شو.

د ا.ا. دغه نامتو شخصیت د ګوانتانامو زندان خپل یادښتونه په پښتو ژبه په یوه کتاب کې د «ګوانتانامو انځور» په نوم چاپ کړي دي.

عبدالسلام ضعیف په کابل کې د “افغان بنست” په نوم د یوې ادارې مشر دی.

راپورونه ښیي، چې ا.ا. په ۱۴۰۱ کال کې ریان کوربټ، جورج ګلزمان او افغان الاصله امریکايي محمود حبیبي په جلا جلا عملیاتو کې نیولي دي.

د ا.ا.ویاند ذبیح الله مجاهد د جنګاښ په ۱۳مه اعلان وکړ، چې د دوحې په غونډه کې یې له امریکايي استازو سره د بندیانو پر تبادلې خبرې کړې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې ا.ا به له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو جنګیالیو د خلاصون په بدل کې امریکايي وګړي خوشې کړي.

هغه همداراز ټینګار وکړ ،چې امریکا باید د خپلو وګړو د ازادولو لپاره د دغې ډلې شرایط ومنی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "عبدالسلام ضعیف د ا.ا. په زندان کې درې امریکايي بندیان “جاسوس” وبلل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*