عبرت ناکه کیسه: هغه ننوتل او نفوذ چې تاسې به هېڅکله ونه ګورئ

12
5
عبرت ناکه کیسه

عبرت ناکه کیسه: هغه ننوتل او نفوذ چې تاسې به هېڅکله ونه ګورئ

ننوتل او نفوذ یوازې یو ګواښ نه دی، بلکې لا دمخه په عمل کې پلي شوی دی.
تاسې خبر نه یاست چې څوک تاسې څاري.
او تر دې لا بده دا چې تاسې نه پوهېږئ څوک نفوذ کړی دی.
د خراسان د خوارجو ډلې پر ډیجیټلي زیربناوو – د خبرو اترو کانالونه، ورېځې (cloud)فضا، د QR کوډ له لارې مالي مرستې – چې یو وخت یې دې ډلې ته د ماتې نه منلو باطل احساس ورکاوه، اوس د ماتې او ړنګېدو په حال کې دي. د ” خراسان غږ” خپرونې لوستونکي باید متوجه وي.
حقیقت دا دی چې نفوذ او ننوتل لا دمخه واقع شوي دي، هم له ډیجیټلي پلوه او هم له فزیکي پلوه. مهمه نده چې ستاسو برنامه (پلیټ فارم) څومره خوندي او کوډ شوی وي، یو څوک تل ستاسو له فکر څخه ډېر نږدې شتون لري.
له ځانه وپوښتئ: په تیر کال کې څو تنه ستاسو وروڼه په دې پروسه کې شامل شول؟
څو تنو یې له ځانه سره مهارتونه راوړل خو ډېرې پوښتنې یې راپورته کړې؟
هرڅومره چې د خراسان د خوارجو ډله ډیجیټلي کیږي په همغه اندازه ډېره افشا کیږي. د پیغام استولو پروګرامونه، د سیسټم ته د ننوتلو اعتبارنامې، د وسیلې د ګوتو نښې، د معاملې معلومات – دا د ننوتلو هغه دروازې دي چې هیڅکله نه تړل کیږي. ستاسو ګرافیک ډیزاینر؟ هغه کس چې تاسو لپاره (پی ډي ایف) فایلونه جوړوي؟ ستاسو د کریپټو اسعارو بټوه تنظیمونکی؟ او هغه نوی استخدام شوی ” ټیکنالوژي ماهر ” کارمند له تاجکستان څخه؟ او حتی ستاسو محرمې خبرې اترې، له ځانه نښې پرېږدي.
یو نامطلوب شخص، یو بد جاسوسي سافټویر او یوه طریقه چې د سیسټم ته د ننوتلو امنیتي تدابیر څخه تیریږي، لامل کیږي چې ستاسو ټول آرشیف ستاسو په وړاندې په ثبوت بدل شي.
د کریپټو اسعارو د پیسو باطل خیال
هغه (QR) کوډونه چې تاسو یې په خپله مجله او کانالونو کې شریکوئ؟ ډېر په اسانۍ سره جعل او تزویر کیږي. په یوه تېروتنه، له یوه سیسټم څخه بل ته د مسیر بدلول او د انټرنیټي پاڼې نقلول لامل کیږي چې ستاسو مالي مرسته مستقیم په یوه جعلي کڅوړه کې په یوه بل هیواد کې جمع شي. هغه وخت چې تاسو په قضیه پوه شئ، ډېر ناوخته به وي او هغه وخت به تاسو بل څوک ملامت کړئ.
او هدف همدا دی: چې تاسو نه پوهېږئ څوک ملامت کړئ.
تاسو یا خپل امیر، یا رسنیز واحد او یا د مالي مرستو راټولولو مسئول ملامتوئ. او تاسو باید داسې وکړئ، ځکه چې لا دمخه اوازه ده چې یو له دوی څخه ممکن فاسد شوی وي.
ستاسو جدي زیان مننه ستاسو دښمنان نه دي، بلکې ستاسو باور دی.
باور: اصلي هدف دی
دا یوازې د وسلو جګړه نه ده. دا د لاسرسي جګړه ده، د حضور جګړه، او د سیورو جګړه. هرڅومره چې ستاسو دایره کوچنۍ وي، په هغې کې ننوتل اسانه کیږي. ځکه چې تاسو یو له بل سره خبرې کوئ. په یو بل باور لرئ. او دا ټول ستاسو ضعف دی.
نو دوام ورکړئ — هغه QR کوډ سکین کړئ. هغه فایل واستوئ. هغه نوي معلومات په خپل کمپیوټر کې داونلود کړئ.
خو لومړی له ځانه وپوښتئ:
چا هغه جوړ کړی؟
څوک تاسې څاري؟
او څوک لا دمخه دننه شوی دی؟

1 Comment on "عبرت ناکه کیسه: هغه ننوتل او نفوذ چې تاسې به هېڅکله ونه ګورئ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*