
عتیق الله عزیزي: هره ورځ د لسګونو لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی کیږي
د غزني په زاړه ښار کې د یوه فرهنګي بنسټ له لوري د باباجي لرغوني جومات د بیا رغونې چارو بشپړېدل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال ددغه جومات د پرانیستې پر مهال طلوع نیوز ته وایي، چې ځیني بهرنۍ مافیایي کړۍ له افغانستان څخه د تاریخي او فرهنګي اثارو د قاچاق هڅې کوي خو په خبره یې، اسلامي امارت په ټولو سرحدي سیمو او هوایي ډګرونو کې د ځانګړو امنیتي کمېټو او قطعو په جوړولو سره د هر ډول فرهنګي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال، عتیق الله عزیزي په دې اړه داسې وايي: «هره ورځ د لسګونه فرهنګی آثارو د قاچاق مخه نیول کیږي او ځینی کسان هڅه کوي چې ددغه اثارو د انتقال او قاچاق لپاره کار وکړي. خو په دوی کې دا توان نشته چې دا کړنه وکړي. ځیني مافیایي کړۍ شته چې له بهره یې ملاتړ کیږي.»
د نوموړي په وینا، په فرهنګي چارو کې ځینو همکاره موسسو او بنسټونو په دې وروستیو کې خپل فعالیتونه له سیاست سره په تړاو ورکولو درولي، چې له امله یې د یو شمیر رغنیزو پروژو چارې نیمګړې پاتې.
ښاغلی عزیزي زیاتوي: « ځیني موسسې، بنسټونه او هیوادونه چې پخوا یې په فرهنګي برخه کې همکاري کوله او د فرهنګ، کلتور او ابداتو د ساتنې شعارونه یې هم ورکول او دوی ویل چې له سیاست سره هیڅ ډول تړاو نلري، خو بد بختانه نن ورځ یې له همدې امله ځینی پروژې نیمګړې پریښې دي.»
د مسوولینو د معلوماتو لمخې، د باباجي جومات د ١٥٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت بیا رغول شوی او ددغه جومات تاریخي ارزښت ته په پام یې په پخواني سبک چارې د څه باندې یو کال په موده کې بشپړې شوې دي.
د اغاخان فرهنګی بنسټ د ودانیزو چارو مسوول، فضل کریم احمدي هم وايي: « تر ١٥٠ زره امریکایي ډالر ددغه جومات په بیا رغونه لګول شوي دي. ټول هغه څه چې په یوه تاریخي ابده کې په نظر کې نیول کیږي، موږ کار ورباندې کړی دی. لومړی مو څیړنې کړې او وروسته مو عملي چارې پیل کړې دي.»
د غزني اوسېدونکی، اغا محمد خوشي زاده بیا وايي: « د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه کوو، چې د تاریخي ابدو په بیا رغونه کې پراخه ونډه واخلي او لا زیاته پاملرنه وکړي، ځکه تاریخي میراثونه د ملت هویت څرګندوي.»
د غزني یوه بل اوسېدونکي، ذبیح الله هم و ویل: « موږ ډیر خوښ یو چې دغه جومات بیا ورغول شو. دلته موږ ډیر شمیر تاریخي ابدې لرو چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او باید ورته پاملرنه وشي.»
د غزنی د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، د باباجي جومات په غزني ولایت کې د مسلمانانو لومړی جومات دی، چې څه باندې ١٤٠٠ کاله وړاندې ددغه ولایت په زاړه ښار کې رغول شوی.
لومړی نظر وکړئ on "عتیق الله عزیزي: هره ورځ د لسګونو لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی کیږي"