
عرفات جمال: د کډوال راستنېدونه باید په پخپله خوښه او په درناوي وشي
په داسې حال کې چې د پاکستان او ایران له خوا د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه ورو ورو پای ته نږدې کېږي؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له کوربه هېوادونو غواړي، چې د جبري را اېستل کېدو مخه ونیسي.
د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال طلوع نیوز سره خبرو کې ډاډ ورکړی، چې له کوربه هېوادونو سره په دې اړه خبرې روانې دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس، عرفات جمال داسې وايي: “موږ له پاکستان او ایران سره په خبرو بوخت یو، چې کډوال په زور ونه باسي. هیله لرو چې دا هېوادونه خبرو ته حاضر شي، او راستنېدل په ډېر کنټرول، داوطلبانه او بااحترامه ډول ترسره شي. خو سره له دې، موږ باید تل چمتو ووسو. زموږ ډلې او امکانات له ۲۰۲۳م کال راهیسې د سرحدونو پر کرښه شته، او له نورو ملګرو سره یو ځای، چمتو یو چې کار وکړو. خو ستونزه دا ده چې موږ بودیجه نه لرو. موږ مجبوره شوي یو چې د مرستو کچه راکمه کړو، او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې له موږ ملاتړ وکړي، ځکه زموږ مرستې لا هم کموېږي او هر څومره چې شمېر زیات شي، مرستې به مو لږ شي.”
بل لور ته، د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو له استازي له آندریکا راتوتا عرفات جمال، او په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان ریسې میرمن میهیونګ پارک سره د راستنو شوو کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي دي.
مولوي عبدالکبیر له ایران سره پر دې اړخیزې غونډې ټینګار کړی.
د کډوالو د حقونو فعال، جمعه خان پویا په دې اړه داسې وايي: «د ایران د اسلامي جمهوریت لهخوا د افغان کډوالو د جبري او پراخې ایستنې شدت، د افغان کډوالو ترمنځ د اندېښنو او ستونزو یو نوی څپه راپارولې ده او له شکه پرته، دا اقدام د کډوالو د حقونو او ښه ګاونډیتوب اړوند ټولو نړیوالو کنوانسیونونو او اسنادو سره په تضاد کې دی.»
بغلان ته د لېږد په تمه نورالدین؛ درې کاله مخکې ایران ته کډوال شوی وو او اوس د خپل تریخ ژوند کیسه کوي.
هغه وايي: «ستونزې ډېرې دي. زه یو کوچنی شیدې خوړونکی زوی لرم چې وچې شیدې خوري، خو اوس شیدې نه لري. کله چې هلته لاړ شم، باید د کار زمینه برابره وي چې زه کار وکړم.»
له پاکستانه را اېستل شوی، عبدالمالک هم وايي: «ما دوکان لرم او کور لرم، خو څوک یې ماته نه راکوي او وایي، له دې ځایه ولاړ شه. خپل مالونه نشم راایستلی.»
دا په داسې حال کې ده چې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل ته ۸ ورځې او له پاکستانه بیا د افغان کډوالو د اېستل کېدو وروستۍ نېټې ته یوازې یوه ورځ پاتې ده.
لومړی نظر وکړئ on "عرفات جمال: د کډوال راستنېدونه باید په پخپله خوښه او په درناوي وشي"