
ټاکل شوې چې د روان لمریز کال د غبرګولي په ۶مه، په کابل ښار کې د صنعت د اونۍ ملي او نړیوال نندارتون جوړ شي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي، دغه نندارتون به ۷۰۰ غرفې ولري چې د کورنیو صنایعو بېلابېل تولیدات به پکې نندارې ته وړاندې شي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس، شېر باز کمینزاده په دې اړه وايي: « دا نندارتون به څلور تالارونه او شاوخوا ۷۰۰ غرفې ولري. هر څه چې په دې نندارتون کې نندارې ته اېښودل کېږي، د کورني تولید محصول به وي او د غبرګولي تر ۱۱مې به دوام وکړي، یانې د شپږو ورځو لپاره به دوام ومومي.»
بلخوا، د افغانستان د نړۍوال نندارتون مسوولین د کورنیو تولیداتو پر ودې ټینګار کوي او له هېوادوالو غواړي چې د ملي تولیداتو په کارلو سره، د هېواد له صنعته ملاتړ وکړي.
د نړيوال نندارتون د مرکز رییس، محمد صابر لطیفي، له خلکو وغوښتل: «د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړئ. له بهرنیو مېوو او بهرنیو غاليو کار مه اخلئ؛ له هر هغه شي ډډه وکړئ چې زموږ هېواد یې خپله تولید لري او پر ځای یې د وطن له تولیداتو ګټه واخلئ.»
د کندهار د صنایعو خونې رییس، سرور فرهاد، وایي: «اوس افغانستان د مالدارۍ د تغذیې په تولید کې ځانبسیا شوی او دا مهال د څاریو د خوړو مواد لکه کونجاړه نورو هېوادونو ته صادریږي.»
د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به د یوې اوونۍ لپاره د کرنې، غالۍ، کانونو، روغتیا، بانکوالۍ، لاسي صنایعو، ماشینآلاتو او نورو خدماتي او تولیدي برخو محصولاتو نندارې ته وړاندې شي.
لومړی نظر وکړئ on "د غبرګولي په ۶مه به کابل کې ۶ ورځنی صنعتي نندارتون جوړ شي"