
غزني کې د ستر عالم ابو ریحان البیروني د زیارت د بیارغونې غوښتنې
د غزني ځینې اوسېدونکي او فرهنګیان له مسوولینو غواړي چې دغه ولایت کې د نړۍ د ستر عالم، ابو ریحان محمد البیروني د زیارت نیمګړې چارې بشپړې او د ساتنې لپاره یې جدي پاملرنه وکړي.
دوی چې د دغه ستر فیلسوف د مقبرې ویجاړیدو ته اندیښمن دي وایي، د نوموړي زیارت باید د یوه مهم تاریخي میراث په توګه په اساسي ډول ورغول شي.
غزني کې فرهنګي فعال، اغا محمد خوشه زاده و ویل: «لس کاله وړاندې د اوزبیکستان د فرهنګ وزیر غزني ته راغی او ژمنه یې وکړه چې دغه هېواد به د ابو ریحان البیروني مقبره ورغوي خو هېڅ اقدام ونشو. لا تراوسه نه د اطلاعات او فرهنګ وزارت، نه نړۍوالو او نه هم مرستندویه بنسټونو او سازمانونو په دې برخه کې همکاري کړې. البیروني زموږ د هېواد یو له نړۍوالو شخصیتونو دی او موږ د اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه غواړو چې د نوموړي د مقبرې او څېړنیز مرکز د پروژې نیمګړې چارې بشپړې کړي.»
بل فرهنګي فعال، شیرین انصاري و ویل: «ابو ریحان البیروني نه یوازې د افغانستان، بلکه د نړۍ په کچه یو عالم و، د هغه کتابونه د نړۍ په ١٦ ژبو چاپ شوي او د نړۍ په کچه د هغه طبي اثار تدریس کیږي. سېلانیان چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د هغه د زیارت لیدنې ته راځي او په دغه وضعیت یې ګوري موږ افسوس کوو.»
د غزني اوسېدونکي، زبیح الله و ویل: «د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو دلته سېلانیان راځي خو دې زیارت ته لږ تر لږه سړک هم نه دی جوړ شوی. د مقبرې شاوخوا انګړ له کثافاتو ډک دی، کارونه یې نیمګړي پاتي او هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې او که په دغه حالت پاتې شي، نږدې وخت کې به ویجاړ شي.»
که څه هم په ٢٠١٣ زېږیز کال کې د ابو ریحان البیروني د مقبرې، د مقبرې د انګړ، کتابتون او د نوموړي په نوم د یوه څېړنیز مرکز د اساسي رغولو چارې پیل شوې، خو د څه مودې په تېریدو دغه مهمه پروژه وځڼدېده او تردې مهاله په دغه برخه کې هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
اخوا د غزني د اطلاعات او فرهنګ رییس وایي، د ابو ریحان محمد البیروني د مقبرې او څېړنیز مرکز د رغولو په اړه له یوه کورني شرکت سره هوکړه شوې او تمه ده چې راتلونکی لمریز کال یې عملي چارې پیل شي.
د غزني د اطلاعات او فرهنګ رییس، حمید الله نثار په دې اړه و ویل: «دغه شرکت به د ابو ریحان البیروني مقبره په بنسټیزه بڼه جوړوي او د نوموړي په نامه به د یو ښوونځي او څېړنیز مرکز د رغولو چارې هم راتلونکی کال پیل شي.»
که څه هم د ایران، اوزبیکستان او ترکیې سربیره ځینو نورو هیوادونو او بنسټونو هم د ابو ریحان محمد البیروني د زیارت رغولو ژمنې کړي او په دغه برخه کې یې د چمتوالی خبر ورکړی، خو د څه باندې یوې لسیزې په تېریدو لا هم د نوموړي د زیارت رغنیزې چارې نیمګړې پاتې دي.
لومړی نظر وکړئ on "غزني کې د ستر عالم ابو ریحان البیروني د زیارت د بیارغونې غوښتنې"