
غزني کې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د اوړو د تولید کارخونې فعالیت پیل کړ
غزني کې د دوه نیم میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې د اوړو د تولید یوې خصوصي کارخونې فعالیت پیل کړ.
د مالوماتو لمخې، دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري چې د غزې د اوسېدونکو د اوړو ۲۵ سلنې اړتیاوې به پرې پوره شي.
دغه کارخونه پر شپږ جریبه ځمکه جوړه شوې چې شاوخوا ۲۰۰ تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د کارخونې مسوول، بسم الله همدرد و ویل: «دغه کارخونه کې دوه نیم میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې او په ١٢ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې ده. دغه کارخونه په پنځه پوړونو کې جوړه شوې چې ماشینونه یې له ترکیې راوړل شوي او د اروپا په کچه په نړۍوالو معیارونو جوړه شوې ده.»
ورته مهال دغه کارخونه کې په کار بوخت کارګر له پانګوالو غواړي، چې په کور د ننه پانګونې سره لا زیاتو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کارخونې کارګر، فضل الحق و ویل: «زه ډېر خوښ یم، له نورو پانګوالو هم غواړم چې په کور د ننه پانګونه وکړي. نه یوازې د اوړو برخه کې، په هره برخه کې چې پانګوال کولای شي باید دلته پانګونه وکړي څو نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.»
بل کارګر، امید نظري و ویل: «له پانګوالو مو غوښتنه ده، چې د بهرنیو هېوادونو پر ځای خپل هېواد کې پانګونه وکړي، څو زموږ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او څوک اړ نشي چې نورو هیوادونو ته کډوالي وکړي.»
اخوا د غزني د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، د تېرو درېیو کلونو په لړ کې د ٣٣ نويو شرکتونو او کارخونو د فعالیت د پیل سربېره، شاوخوا ٢٥ هغو کارخونو هم فعالیت پیل کړی چې په تېر کې یې د ځینو ستونزو له امله فعالیتونه ځنډولي وو.»
د غزني د صنایعو او کانونو خونې رییس، عبدالرحمان احمدي و ویل: «له تېرو درېیو کلونو راهیسي موږ توانیدلي یو چې ٣٣ شرکتونه او کارخونې پرانیزو او ٢٥ هغه کارخونې چې په تېر کې سقوط شوې وې، د بیا فعالیت زمینه ورته برابره کړو.»
د غزني د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو د مالوماتو پر بنسټ، دا مهال دغه ولایت کې د اوړو د پنځو تولیدی کارخونو په ګډون له سلو زیاتې کارخونې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.
لومړی نظر وکړئ on "غزني کې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د اوړو د تولید کارخونې فعالیت پیل کړ"