غزني کې له څه باندې یو کال راهیسې نږدې ۵۰۰ ټرافیکي پېښو کې ۱۹۰ تنه مړه شوي

Photo: Dmytro Tolokonov

غزني کې له څه باندې یو کال راهیسې نږدې ۵۰۰ ټرافیکي پېښو کې ۱۹۰ تنه مړه شوي

د غزني د ټرافیکو مدیریت وایي، له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۹۰ تنه مړه او ۸۹۴ تنه نور ژوبل شوي دي. 

د شمېرو پر بنسټ، دغه موده کې ټولټال ۴۹۹ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

د غزني د ټرافیکو مدیر، نور محمد رهبر و ویل: «د ۱۴۰۳ کال له پیله تر دې مهاله غزني ولایت کې ۴۹۹ ټرافیکي پېښې شوي، چې د ٣٦ ماشومانو او ١٧ ښځو په ګډون ١٩٠ تنه پکې شهیدان شوي دي.
دغه پېښې د غزني پر لویه لار او ولسوالیو کې رامنځته شوې دي. په دغه ټرافیکي پېښو کې ۸۹۴ کسان ټپیان شوي دي.»

د نوموړي په خبره، د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره یې ځینې ګامونه اخیستي او لاهم په دې تړاو هڅې روانې دي.  

نور محمد رهبر زیاته کړه: «د موټرو د چټکتیا د کنټرول لپاره مو په موټرونو کې الې نصب کړي او د ولایت له رهبرۍ سره مو په ګډه هڅې پیل کړي چې د ټرافیکي پېښو کچه راکمه کړو. د کابل-کندهار لویې لارې سربېره مو په سړکونو لنډ مهاله او دایمي چک پاینټونه اچولي، څو د ټرافیکي پېښو مخنیوی وشي.»

د دغه ولایت اوسېدونکي له اړونده مسوولینو د ټرافیکي پېښو مخنیوي اړوند د جدي ګامونو اخیستو غوښتونکي دي.

د غزني ځينې اوسېدونکي او موټر چلوونکي له اړونده مسوولینو د ټرافیکي پېښو مخنیوي په موخه په لویو لارو کې د ټرافیکي نښو د لګولو، سړکونو جوړولو او د ټرافیکي اصولو د پلیتابه غوښتنې لري.  

د غزني اوسېدونکي، شعیب احمد و ویل: «پر لویو لارو باید ټرافیکي نښې ولګول شي، موټر چلوونکو ته باید د موټر چلوونې مسلکي زده کړې ورکړل شي او لویې لارې باید معیاري جوړې شي.»

د غزني بل اوسېدونکي، رحمت الله و ویل: «د کابل-کندهار پر لویه لاره ګڼه ګوڼه زیاته ده، موټر چلوونکي هم بې احتیاطي کوي او په ډېر تیز سرعت موټر چلوي. یو اساسي لامل هم د سړکونو د سور کموالۍ دی.»

موټر چلوونکي، امان الله و ویل: «موټر چلوونکي باید خپل لاس وپېژني او په ډېر احتیاط موټر وچلوي.
موټر چلوونکي باید خپل موټر په کنټرول کړي، ځکه ټرافیکي پېښې بیخي زیاتې شوي او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.»

په غزني کې ډېری ټرافیکي پېښې د دغه ولایت اړوند د کابل – کندهار مسیر کې رامنځته کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غزني کې له څه باندې یو کال راهیسې نږدې ۵۰۰ ټرافیکي پېښو کې ۱۹۰ تنه مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*