د ماشومانو خوندیتوب ټولنه: غزه کې ۲۱ زره فلسطیني ماشومان ورک دي

Loading

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې خیریه ټولنې د اټکل له مخې په غزه کې ۲۱ زره ماشومان ورک دي.

دغه سازمان وايي، د جګړې او ګډوډۍ پر مهال، په تېره بیا په رفح کې د اسرائیلو له برید وروسته، د وروستیو بې ځایه کېدو په ترڅ کې ډېر کسان له خپلو کورنیو جلا شوي دي.

داسې هم انګېرل کېږي چې ډېری کسان ښايي تر کنډوالو لاندې بند پاتې، بندي او یا په نامعلومو قبرونو کې ښخ کړای شوي وي. د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت هم ویلي چې په نژدې ۳۸ زره وژل شویو کسانو کې شاوخوا ۱۴ زره یې ماشومان، ښځې او د ډېر عمر کسان دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپله وروستیو څرګندونو کې ویلي، په غزه کې د اسرائیلي پوځ او حماس تر منځ د سختې جګړې پړاو تقریباً پای ته رسېدلی، خو دا جګړه به تر هغه دوام وکړي، چې حماس په غزه کې نور واک ونه لري.

نوموړی وايي، د جګړې د دې پړاو له پای ته رسېدو سره به د اسرائیلي ځواکونو یوه برخه له لبنان سره پولې ته ولاړه شي. همدې حال کې، د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل نن خبرداری ورکړ چې “موږ د جګړې د پراخېدو په څنډه کې یو.”

منبع

مطلب

د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د جګړې ډېرېدو اندېښنې

غزه

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر چارلز براون هم ویلي، پر لبنان د اسرائیلو برید، له ایران سره د جګړې او سختې جګړې د پراخیدو خطر زیاتوي. په همدې حال کې د اسرائیلو پوځ هم ویلي، د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د حزب الله د توغندیز برید په ځواب کې یې د لبنان په سویلي سیمو کې د دوی څو هدفونه په نښه کړي دي.

لومړی نظر وکړئ on "د ماشومانو خوندیتوب ټولنه: غزه کې ۲۱ زره فلسطیني ماشومان ورک دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*