غزه کې د کفنونو کمښت؛ رضاکاران بدیل ټوکر کاروي

Photo: Benito Hoyuela

غزه کې د کفنونو کمښت؛ رضاکاران بدیل ټوکر کاروي

غزه کې هغه رضاکاران چې په روغتونونو کې د شهیدانو د لمبولو او تدفین چارې پر مخ وړي، د کفن د اصلي ټوکر کمښت یادوي.

دوی وايي، ډېرې وخت د کفن اصلي کڅوړې (ټوکر) نه پیدا کیږي ځکه د مړو شمېر زیات وي.

۵۲ کلن رضاکار، فواد السوسي وايي: « وروستیو کې دلته هره ورځ تر ۷۰، ۸۰، ان تر ۱۰۰ پورې شهیدان وو. ما شهیدان د روغتونونو د بسترونو له روجایانو، د کړکیو له پردو یا له کمپلو سره کفن کړي، هر څه چې پرې راپټې وي هماغه یې کفن شوی.» 
هلته د قیرطان خیریه بنسټ رضاکاران چې کوم ټوکر کاروي د کفن نه دی.

د فلسطنیانو یو له کلتوري لباسه، سپینه جلیبه نومیږي خو د غزې یو اوسېدونکی وایي، جنازې دومره زیاتې شوي چې د کفنونو له امله سپین رنګ بده نښه ګرځېدلې.

فلسطینی، ۷۱ کلن طلال حسنه وايي: «دا سپین ټوکر د ډېرو جنازو او شهیدانو له امله نور په بده نښه بدله شوی دی. ته نن ورڅخه تېریږې، وینې چې ۵۰ شهیدان دي، ۱۰۰ شهیدان دي، یا ۷۰ شهیدان، نو دا ټوکر بد نښه شوې. زموږ سنتي کالي سپینه جلیبه ده خو د دغه رنګ له امله یې نه اغوندم.»
اخوا د غزې روغتیا وزارت وايي روانه جګړه کې تر دې دمه شاوخوا ۵۸ زره کسان شهیدان دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غزه کې د کفنونو کمښت؛ رضاکاران بدیل ټوکر کاروي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*