فرسان الترجمه د خوارج لود سپیکر

36
10
فرسان الترجمه

فرسان الترجمه یا د خوارج ډلې لوډ سپیکر د سقوط په حال کې ده

د خوارجو د تبلیغاتو ماشین د ظلمت کندې ته لوېږي. په یوه مایوسه پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، د دې ډلې یوه تبلیغاتی رسنۍ، فرسان الترجمه، له خپلو پلویانو څخه غوښتنه کوي چې په جعلي حسابونو، جعلي خپرونو، یا حتی د خپلو په سیالو نسخو باور ونه کړي. دا یوه تخنیکي مشوره نه ده، بلکې د سقوط اعتراف دی. کله چې د یوې ډلې مشرتابه د خپل پیغام د خپرولو پر ځای خپل ډیر وخت د داخلي وجاړیو په خبرداري باندې تیروي، دا ددې نښه ده چې دا ډله مخ په شاتګ روان دی. د دوې وروستۍ ابلاغیه د توان څرګندوېې نکوي بلکه دا د ویرې، ټوټې ټوټې کیدو او ناکامۍ اعتراف دی.

کورنی دښمن
په دې ابلاغیه کې، فرسان الترجمه هغه څه تاییدوي چې شنونکي له اوږدې مودې راهیسې ورباندې شک لري: د خراسان خوارج رسنۍ د کورني بې باورۍ سره لاس اوګریوان دی. د ځواک یا فکري لارښوونې خپرولو پر ځای، دا ډله اړ ایستل کیږي چې دا ومني چې رسمي چینلونه ېې اکثراً د استخباراتی کړیو او سیالو ډلو، حتی د دی ډلې مایوسه شوي او تښتیدلي غړیو لخوا حذف شوي، جعل شوي او یا کاپي شويدي. په حقیقت کي دا ډله اړایستل شوو چې خپل اعتبار د یوې واحدې URL په شاوخوا کې متمرکز کړی، چي دا ددې څرګندونه کوي چې د دی ډلې واک په پخپلو مخاطبینو باندې څومره نازک شوی دی.

د ټکنالوجۍ وېره د بایللو وېره ده
هغه څه چې په دې خبرداری کې تر ټولو څرګند ده، نه یوازې ویره او وهم دی، بلکې د ټیکنالوجیکي شاته پاتې هم دی. دا ډله د پیغام رسولو په هغه خپرونو برید کوي چې یو وخت یې خپله کارول، لکه “سیفرا”، چې د آنلاین څارنې، ضد استخباراتی او جاسوسۍ ویره منعکس کوي. له نوښت څخه د مخنیوي په لور دا ناڅاپي بدلون ښیي چې دا ډله نور حتی په خپل وړتیا باور نه لري چې کارونه په خوندي ډول ترسره کړي. هغه ډله چې یو وخت یې په دیردقت سره رسنۍ په وسله بدلول، اوس په جاسوسۍ او جعلي حسابونو کې ښکیل دي او دا څرګندوي چې د دوی نفوذ څومره کم شوی دی.

خیالي شبکه
حتی د دوی ادعا د لسو څخه زیاتو ژبو کې د دوی فعالیت څرګندوي چې دا په براعظمونو او کلتورونو کې غزیدلی دی. خو، د واقعیت په وړاندې د دوی د عظمت او لوی ښکاره کیدو هڅه کمزوره شوې ده: د دوی ډیری رسنۍ غیر فعالې شوې، غلا شوې، یا د موضوع سره تړاو نلري. په دې ورځو کې، د دې ډلې رسنۍ خبرې اترې تر ډېره حده د جهاد یا فکري لارښوونو د ټینګو اعلانونو پر ځای، د اخطارونو، اصلاحاتو او انکارونو څخه جوړ شوي دي. دا شبکه، چې جوړښت یې په کنټرول باندي متمرکز دی، اوس د هویت غلا، تقلید او خپلمنځي شخړو سره مخ دي. دوې یو رسنیز خلافت دي لکه په يخ لیکل شوی او په لمر کې پریښودل شوی وي.

په پایله کې:
فرسان الترجمه نور د جهادي تفکر لپاره د باور وړ ویاند نه دی. دا په یوه ناکامه شبکه کې یوه ماته شوې دانه ده. د دي ډلې وروستۍ اعلان د دوی د پلویانو لپاره د خبرداري پیغام نه دي، بلکې د هغو مشرانو له خوا د ډار چیغه ده چې کنټرول یې له لاسه ورکړی دی. کله چې دوی حتی خپل تبلیغات په خوندي توګه نشي خپرولی، نو بیا څنګه دوی د ځواک، یووالي یا الهي ملاتړ ادعا کولی شي؟ درزونه د ښکاره کیدول په حال کې دی چې داخلي ناکامي او سقوط په ګوته کوي.

شریک یي کړئ

1 Comment on "فرسان الترجمه د خوارج لود سپیکر"

  1. گفتم نام اصلی من خلیل الرحمن است ونمبر تماسم این است +93700290999شما من را سه سال میشه درین برنامه خود مصروف ساختید وتا اکنون چیزی بدست نیآوردم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*