فطرت د افغانستان پر وړاندې د ازبېکستان مثبت دریځ ستایي

فطرت د افغانستان په تړاو د ازبیکستان د دریځ په هرکلي سره وایي، چې سرپرست حکومت غواړي له سیمه ‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه وايي: “په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبېکستان اړیکې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریز، ټرانزیټي، پانګونې او نورو برخو کې زیاتې شوې دي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې خپل ټولیزې اړیکې له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره پیاوړي او پراخه کړي.”

په دې غونډه کې د ازبیکستان ولسمشر وویل، افغانستان باید هېر نه‌ شي او له نړیوالې انزوا سره د دغه هېواد د مخ کېدو د مخنیوي لپاره له اوسنیو چارواکو سره رغنده خبرې مهمې دي.

 د ازبېکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف په دې اړه وايي: «موږ باید خپل ګاونډی افغانستان هېر نه ‌کړو. موږ باور لرو چې د دغه هېواد د نړیوالې انزوا د مخنیوي، له اوسنیو چارواکو سره رغنده خبرې او د منځنۍ اسیا د نه ‌بېلېدونکي برخې په توګه د افغانستان ګڼل کېدل چې نوې فرصتونه برابروي، مهم دي.»

  د سیاسي چارو شنونکی، عبدالصادق حمیدزوی بیا وايي:”د نړۍوالو اصول همدا غوښتنه کوي چې باید په یوه ټولنه او یوه هېواد کې د بشر د حقونو مساوات، د بشر د حقونو د تأمین او د نړۍوال نظم لپاره له نورو هېوادونو سره د تعامل لاره پرانیستل شي. باید فرصتونه برابره شي څو ستونزې حل شي.”

بلخوا، ځیني سیاسي شنونکي د ملي ګټو په رڼا کې له افغانستان سره د نړۍ تعامل د هېواد په ګټه ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغان‌ یار وايي: “د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصاد محوره، د هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې او امنیت پر بنسټ خپله تګلاره نړۍ ته اعلان کړې ده، نو طبیعي ده چې د ازبېکستان ولسمشر هغه خبرې کوي چې د افغانستان ګټې د نړۍوالې ټولنې سره وساتي. هیله لرم چې تضادونه د خبرو له لارې حل شي.”

 دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو په خپله لومړۍ ګډه غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له افغانانو یې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "فطرت د افغانستان پر وړاندې د ازبېکستان مثبت دریځ ستایي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*