فیاض دوراندیش؛ د افغانستان لپاره پر نړۍوالو ډګرونو لوبې کوي

💬0

فیاض دوراندیش؛ د افغانستان لپاره پر نړۍوالو ډګرونو لوبې کوي

فیاض دوراندیش، د افغانستان د آشی‌هارا کاراته ملي لوبډلې باتجربه او نوښتګر لوبغاړی، د دې څانګې له بریالیو څېرو شمېرل کېږي.

فیاض دوراندیش کلونه کېږي چې په پرله‌پسې هڅو او منظم تمرینونو سره، د افغانستان تر بیرغ لاندې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د ویاړونو د ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.

دا ۲۱ کلن ورزشکار له تېرو یوولسو کلونو راهیسې د آشی‌هارا کاراته رشته تعقیبوي او په دې موده کې یې په کورنیو، اسیایي او نړۍوالو سیالیو کې ځلانده کارنامه ثبت کړې ده.

نوموړي په دې وروستیو کې د راتلونکو سیالیو لپاره د لا ښه چمتووالي په موخه د روژې ځانګړي تمرینونه هم ترسره کړي او په لوړه انګېزه هڅه کوي نور ویاړونه هم ترلاسه کړي.

د هغه په ورزشي کارنامه کې د قزاقستان د نړیوالو سیالیو دوه د سرو زرو مډالونه تر سترګو کېږي؛ هغه لوی ویاړ چې نوم یې په نړیواله کچه ثابت کړی دی.

سربېره پر دې، هغه د ملي لوبډلې په تېره یوه لسیزه کې لسګونه رنګارنګ مډالونه او څو نور د اتلولۍ جامونه هم ګټلي دي.

فریدآقا دوراندیش، چې د آشی‌هارا کاراته فدراسیون روزونکی او د داورانو د کمېټې مسوول دی، د دې ملي لوبغاړي د وړتیاوو او زحمت ستاینه کوي او د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکوي.

همداراز یو شمېر نورو ورزشکارانو هم د فیاض ځلانده کارنامه د ویاړ وړ بللې او هغه یې د ځوان نسل لپاره بېلګه ګڼلې ده.

فیاض دوراندیش خپل لوی هدف په اسیایي او نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د بیرغ رپول بولي.

هغه د خپلو هیلو د پوره کېدو او د لا زیاتو ارزښتناکو مډالونو د ترلاسه کولو لپاره د ورزش ادارې او اړوندو بنسټونو د جدي ملاتړ غوښتنه کوي؛ ځکه اقتصادي ستونزې لا هم د هېواد د ډېرو ملي لوبغاړو د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "فیاض دوراندیش؛ د افغانستان لپاره پر نړۍوالو ډګرونو لوبې کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*