د فوټبال نړیوال فدراسیون د ۲۰۳۴ کال د نړیوال جام د سیالیو د کوربتوب حق سعودي عربستان ته ورکړ.
سعودي عربستان د دغه نړیوال جام د سیالیو د کوربتوب یوازینی غوښتونکی هېواد و او د فوټبال د نړیوال فدراسیون ټولو غړو تائید کړ.
دا امتیاز د تیلو له پلوه شتمن سعودي عربستان ته په نړیوالو لوبو باندې د ډېرو لګښتونو له کبله، چې شهزاد محمد بن سلمان پیل کړي، ورکړل شوی دی.
د فیفا غړو په دې اړه د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۱) په انلاین غونډې کې دا پرېکړه وکړه. په دغې رایې اچوونې کې د فیفا مشر ګیاني انفانتینو له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د تائید لپاره دې لاسونه لوړ ونیسي او چکچک ووهي. انفانټینو وویل: «د ګانګرس رایه لوړه او څرګنده وه.»
په دغې غونډې کې همدغه راز د ۲۰۳۰ کال نړیوال جام سیالیو کوربتوب ته هسپانیا، پرتګال او مراکش هم تائید شول خو د دغه کال سیالۍ به د دریو لویو وچو په شپږو هېوادونو کې کېږي او د جنوبي امریکا په دریو هېوادونو ارجنټاین، پاراګوای او یوراګوای کې به یې هم یوه-یوه لوبه کېږي. په دغه نړیوال جام کې ټولې ۱۰۴ لوبې کېږي.
په همدې حال کې د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښودلې ده، چې په دې برخه کې د مهاجرو کارګرو ژوند به له خطر سره مخامخ شي. د بخښنې نړیوال سازمان د فیفا دا پرېکړه «د بشري حقونو لپاره خطرناکه شېبه» بللې ده.
دغه سازمان په بېلا بېلو برخو کې د سعوديعربستان اعمالو ته په کتو ویلي: «هېڅ پرمفهوم ضمانت نه شته چې د کارګرانو د زبېښاک، د اوسېدونکو د اېستلو او یا فعالانو د نیولو مخه ونیول شي.»
د بخښنې نړیوال سازمان د فیفا د پرېکړه په اړه خبرداری ورکړی او ویلي: «د بشري حقونو د خطرونو څرګندو شواهدو ته په نه پام کولو سره ممکن فیفا په اینده لسیزې کې د سرغړونو او ناسمې استفادې زیات مسئولیت په غاړه ولري.»
قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام سیالیو کوربه و او ویلي یې وو چې تر سیالیو مخکې د لوبغالو د جوړلو په مهال د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې رغوونکي کاریګر مړه شوي وو. قطر له ۲۰۱۰ څخه نیولې تر نړیوال جام سیالیو پورې د لوبغالو، سړکونو د رغولو، ریل پټلیو د جوړلو، هوټلونو او نورو تاسیساتو په جوړولو باندې ۲۰۰ میلیارد ډالر لګولي وو.
خو د سعوديعربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فیفا له دغې پرېکړې وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې هېواد به یې د خپلو وړتیا او ظرفیتونو څخه په استفادې سره به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خوشحالي خپره کړي.
د فوټبال د راتلونکي نړیوال جام سیالۍ به په ۲۰۲۶ کال کې په متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو کې و.
لومړی نظر وکړئ on "فیفا د ۲۰۳۴ د فوټبال د نړیوال جام سیالیو کوربتوب سعودي عربستان ته ورکړ"