
ننګرهار کې د پاکستان د برید د ۱۷ قربانیانو فاتحه؛ چي ډېری ېي زدهکوونکي وو
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې د یوې کورنۍ د وژل شویو ١۷ هغو کسانو فاتحې مراسم وشول چې ډېری یې د ښوونځیو زده کوونکي دي او وړمه شپه د پاکستان هوايي یرغل له لوري خپل ژوند له لاسه ورکړل.
د قربانیانو د کورنۍ غړي وایي، د خپلو په حق رسیدل شویو ماشومانو راتلوونکي ته یې ګڼې هیلې وې چې پاکستاني پوځي رژیم یې هر څه له خاورو سره خاورې کړل.
د قربانیانو د کورنۍ غړی، شرف الدین په دې اړه وايي: « د ښوونځي اته زده کوونکي وو، پنځه یې هلکان او درې یې انجونې وې، اکثره یې د اول، دویم او د دریم ټولګي زده کوونکي وو، دا یې د ښوونځي کتابونه دي او ځیني یې د خاورو لاندې شوي دي.»
د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړی، زهیر الله هم وايي: « پدغه پیښه کې ډيری ماشومان مړه دي شهاب الدین چې سپین ږیری او د کور مشر و هغه هم په حق رسیدلي دی .»
د پوهنې وزارت مسوولین وایي، پاکستاني پوځي رژیم د خپلو بریدونو پرمهال د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ښوونځیو اته زده کوونکي په حق رسیدلی او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د مدرسې یو بل زده کوونکی ټپي کړی دی.
د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه په دې اړه وايي: « د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د فاروقیه د مدرسې یو زده کوونکی ټپي او د ننګرهار بهسود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته ماشومان په حق رسیدلي چې؛ پنځه یې هلکان او درې یې انجونې دي، پاکستان دا نه بښوونکی عمل داسې دی چې د پاکستان پوځي رژیم دښمني د افغانانو تر څنګ د هغوی تعلیمي او فرهنګي بنسټونو سره هم ده.»
وړمه شپه د پاکستاني هوايي یرغل له امله د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ګردي کڅ په سیمه کې د یو ځايي اوسیدونکي پر کور برید وکړ چې د کورنۍ ۲۲ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړیدله چې ۱۳ تنه په حق رسیدلی او د څلورو نورو جسدونه نادرکه شوي.
لومړی نظر وکړئ on "ننګرهار کې د پاکستان د برید د ۱۷ قربانیانو فاتحه؛ چي ډېری ېي زدهکوونکي وو"