
قزاقستان او پاکستان په افغانستان کې پر سولې او ټیکاو ټینګار کړی
د قزاقستان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په اسلاماباد کې په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې پر ټيکاو ټینګار کړی دی.
د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي، په افغانستان کې ثبات د سیمهییزو همکاریو د پراخېدو بنسټیز شرط دی او زیاته کړې یې ده چې په سیمهییزو اقتصادي پروژو کې د افغانستان ګډون به د افغانستان او سیمې د خلکو په ګټه وي.
د پاکستان او قزاقستان د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «دواړو مشرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او په دې هېواد کې یې پر ټيکاو او امنیت د سیمهییزو همکاریو د پراخېدو لپاره د یوه مهم شرط په توګه ټینګار وکړ. همداراز، پر دې ټکي ټینګار وشو چې په سیمهییزو اقتصادي پروژو کې د افغانستان ګډون به د افغانستان او سیمې د خلکو لپاره ګټور وي.»
د قزاقستان ولسمشر، قاسمجومارت توکایف، ویلي: «موږ د کراچۍ او ګوادر بندرونو د ظرفیتونو په اړه بحث وکړ. هغه ټرانزیټي لارې مو وڅېړلې چې د افغانستان له خاورې تېرېږي. د انرژۍ په برخه کې مو د ټاپي د ګازو د نللیکې پر راتلونکو امکاناتو هم نظرونه تبادله کړل.»
د اسلاماباد په سلا مشورو کې د قزاقستان له ولسمشر سره، پاکستان هوکړه کړې چې قزاقستان ته به د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته بشپړ لاسرسی ورکړي، څو دغه هېواد وکولای شي خپل سوداګریز توکي د پاکستان له لارې افغانستان ته صادر او وارد کړي.
د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، ویلي: «موږ د بلاروس، روسیې، قزاقستان، اوزبېکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ټرانزیټي دهلېز پر جوړولو هوکړه کړې، څو سیمهییز اتصال پیاوړی شي، او همداراز مو قزاقستان ته د پاکستان د ټرانزیټي او بندري زیربناو بشپړ لاسرسی وړاندې کړی دی.»
له بلې خوا، په تاشکند کې د قزاقستان سفیر د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې، د سیمې په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې د افغانستان پر تدریجي همغږۍ ټینګار کړی دی.
سیاسي شنونکي، ګلمحمدالدین محمدي، ویلي: «په تېرو پنځو کلونو کې قزاقستان له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې دي. په ټوله کې، هغوی دې پایلې ته رسېدلي چې افغانستان نور ستونزه نه، بلکې د سیمې په اقتصاد او اړیکو کې یو مهم هېواد دی.»
قزاقستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په وروستیو کې یې د اسلامي امارت نوم له تور نوملړ ایستلی دی.
لومړی نظر وکړئ on "قزاقستان او پاکستان په افغانستان کې پر سولې او ټیکاو ټینګار کړی"