
قطر ته د افغان کارګرانو د لېږد لپاره د نوملیکنې بهیر پیل شو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت قطر ته د افغان ماهرو کارګرانو د استولو لپاره د نوملیکنې بهیر پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې بېکاري د افغانستان د خلکو له جدي ستونزو ده او د دې بهیر له پیلېدو سره سم له بېلابېلو ولایتونو سلګونه کسان د کابل ټاکل شویو مرکزونو ته د نوملیکنې په موخه راغلي دي.
د مېدان وردګ اوسېدونکي، سميعالله و ویل: «باید په هر ولایت کې د نوملیکنې مرکزونه وي؛ زه خپله له میدان وردګ راغلی یم.»
د مېدان وردګ بل اوسېدونکي، نوروز علي و ویل: «هغه کارونه چې په قطر کې برابریږي، باید دلته په افغانستان کې برابر شي، څو موږ اړ نه شو چې په پردیو هېوادونو کې دومره سختۍ وګالو؛ ښه به وي چې دلته په خپل وطن کې کار وکړو.»
دغو مرکزونو ته یو شمېر راغلي کارګر د کارګرانو د لېږد په بهیر کې د روڼتیا او په خپلو ولایتونو کې ورته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتنې کوي.
د مېدان وردګ اوسېدونکي، حدیث و ویل: «موږ قطر ته د تلو لپاره راغلي یو، ځکه ویل شوي چې کارګران به هلته واستول شي. دا پروګرام په څو برخو کې تطبیق کیږي؛ هغه کسان چې اسناد لري، کولی شي لاړ شي، خو چې اسناد ونه لري، اجازه نه لري.»
د کابل اوسېدونکي، محمد صابر و ویل: «موږ د سهار اووه بجې راغلي یو، خو تر اوسه د نوملیکنې بهیر ښه نه دی. ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده. موږ له دولته غواړو چې د نوملیکنې لپاره مناسب ځای وټاکي او بهیر منظم پرمخ لاړ شي. اوس هغه کسان چې واسطه لري، ژر نوبت اخلي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین د کارګرانو د نوملیکنې بهیر د روڼتیا په تړاو ډاډ ورکوي.
قطر ته د کارګرانو د لېږد ریاست اجراییه مدیر، احسان الله په دې اړه وایي: «دا بهیر په بشپړ ډول شفاف دی او هیڅ ستونزه نشته. د نوملیکنې بهیر هم ښه پرمخ روان دی او دا مهال دوام لري؛ سبا او بل سبا به هم دوام ولري.»
دا په داسې حال کې ده د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېره ورځ (دوشنبه) په یو لړ مراسمو کې قطر ته د ماهرو افغان کارګرانو د لېږد بهیر په رسمي توګه پیل کړ. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دا اقدام په هېواد کې د بېکارۍ د کمولو لپاره یو مهم ګام بللی دی. ملا عبدالغني برادر دغه راز له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې ماهر افغان کارګران ومني او د هغوی له وړتیاو او مهارتونو ګټه واخلي.
لومړی نظر وکړئ on "قطر ته د افغان کارګرانو د لېږد لپاره د نوملیکنې بهیر پیل شو"