لانګ وار ژورنال: القاعده په افغانستان کې خپل روزنیز کمپونه پراخوي

د لانګ وار ژورنال د وروستي رپوټ له مخې؛ د ملګرو ملتونو د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ورکړی، چې القاعده د افغانستان په کندهار او تخار ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.

دغه کمپونه په ۱۰ نورو ولایتونو کې د هغو نورو کمپونو څخه جلا دي، چې د څارنې ټیم تېر کال پېژندلي وو.

سربېره پردې، د څارنې ټیم یادونه کوي چې القاعده “لا هم افغانستان د یو امن پټنځای په توګه کاروي.”

د څارنې ډلې د جولای په لسمه د افغانستان په اړه په خپل وروستي ۱۲۶۷ راپور کې د القاعدې د نویو روزنیزو کمپونو شتون په ډاګه کړی و.

القاعده اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۲ ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.

د څارنې ډلې په خپلو پخوانیو دوو راپورونو کې ویلي وو، چې القاعده په غزني، لغمان، پروان، ارزګان، هلمند، زابل، ننګرهار، نورستان، بادغېس او کونړ کې کمپونه لري.

د القاعدې مخ پر ودې روزنیز مرکزونه د هغو ادعاو خلاف دي، چې ګواکې ا.ا.د ترهګرو ډلو مخه نیسي.

د څارنې د ډلې د ادعا سربېره چې “ا.ا. د القاعدې او د هغوی د ملګرو د فعالیتونو د محدودولو لپاره ډېر څه کړي. په افغانستان کې د القاعدې ریښې په پراخېدو دي.”

د ملګرو ملتونو سازمان بیا داسې ښکاري چې خپلې څرګندونې ردوي.

دغه سازمان په خپل وروستي رپوټ کې ویلي: “د څارنې ډلې غړو هېوادونو یادونه کړې چې د القاعدې بیا تنظیمیدل او د روزنې فعالیتونه، او همدارنګه افغانستان ته د دغې ډلې نوي سفرونه ښيي، چې دغه ډله اوس هم افغانستان د ا.ا. تر واک لاندې امن پټنځایونه لري، هغه څه چې د القاعدې د ارادې په اړه پوښتنې راپورته کوي.”

د څارنې د دوو پخوانیو ټیمونو راپور یادونه کوي، چې القاعده په افغانستان کې خوندي کورونه، دیني مدرسې، د رسنیو د عملیاتو مرکز، او د وسلو د ذخیره کولو مرکزونه جوړ کړي دي.

د راپور له مخې؛ په فراه، هلمند، هرات او کابل ولایتونو کې د ا.ا. له خوا القاعدې ته برابر شوي خوندي ځایونه مشخص شوي وو.

د القاعدې یو بنسټ ایښودونکی او پخوانی مشر ایمن الظواهري، د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې په کابل کې په ورته یو خوندي کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. دغه خوندي کور د سراج الدین حقاني د یو مرستیال له خوا اداره کېده.

حقاني په تېرو شلو کلونو کې د ا.ا. د مرستیال او اوس د کورنیو چارو په توګه دنده ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سراج الدین ځواکمنه حقاني شبکه له القاعدې سره د نږدې اړیکو له امله د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.

سراج الدین او د هغه ډېری لوړپوړي مرستیالان هم د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له خوا په ځانګړي توګه نومول شوي او د نړۍوالو ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.

د څارنې ډلې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې راپور ورکړی و، چې په فراه، هلمند او هرات کې خوندي کورونه د القاعدې له خوا “د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ د دغې ډلې د غړو د سفر د اسانتیا لپاره کارول کیږي.”

القاعده په لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان ولایتونو کې هم مدرسې (دیني مدرسې) لري. القاعدې په پنجشیر په ولایت کې چې د ا.ا.ضد ملي مقاومت جبهې پخوانی مرکز و، د “وسلو د ذخیره کولو” لپاره یو مرکز جوړ کړی دی.

د لانګ وار ژورنال د رپوټ له مخې؛ په افغانستان کې د القاعدې د مخ پر ودې تروریستي بنسټونو سربېره، د القاعدې مشران د ا.ا. په حکومت کې کار کوي، ا.ا.د القاعدې غړو ته پاسپورتونه او تذکرې ورکوي او ا.ا. په خپل دفاع وزارت کې د القاعدې د روزنې لارښودونه کاروي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د القاعدې د امیر له خوا افغانستان ته د دوی د پلویانو د ورتلو د غوښتنې یادونه نه ده شوې.

د جون میاشتې په لومړیو کې سیف العدل، د القاعدې مفروضه امیر، د تروریستي ډلې رسمي رسنۍ کې “دا غزه ده: د شتون جګړه، د سرحدونو جګړه نه ده.” تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړه.

عادل په دغه مقاله کې وايي: “د امت وفادار خلک [د نړۍ په کچه اسلامي ټولنه] چې د بدلون سره علاقه لري باید افغانستان ته لاړ شي، د دغه هېواد له شرایطو څخه زده کړه وکړي او د هغوی [ا.ا. ] له تجربو څخه ګټه پورته کړي.”

عادل له خپلو ملاتړو څخه غوښتي وو؛ مخکې له دې چې په ټوله نړۍ کې د “صهیونیسټ” او لویدیځ اهدافو باندې بریدونه وکړي، افغانستان ته د روزنې، تجربې او پوهې د ترلاسه کولو لپاره سفر وکړي.

د لانګ وار ژورنال راپور وايي، چې د څارنې ټیم یادونه کوي چې “غړي هېوادونه” “د القاعدې د ارادې په اړه پوښتنې لري.”دا هم ارزوي چې د لویو بریدونو د ترسره کولو لپاره د القاعدې ظرفیت لا هم محدود دی، په داسې حال کې چې د هغوی اراده ټینګه ده.”

د دغه راپور له مخې؛ ډېر احتمال شته چې القاعده خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او له افغانستان څخه راوتلي پلانونه محدودې کړي؛ تر څو له ا.ا. سره خپلې اړیکې وساتي او خپل خوندي ځای له لاسه ورنه کړي، هغه څه چې د دې دلې له ظرفیت سره کوم ارتباط نه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "لانګ وار ژورنال: القاعده په افغانستان کې خپل روزنیز کمپونه پراخوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*