جاپان له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کوي

Loading

جاپان له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کوي

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې افغانستان ته به د کوکنارو د بدیل کښت او درملنې، بیارغونې او ادغام په برخه کې لس میلیونه ډالره مرسته وکړي.

افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د جاپان حکومت به په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د روږدو کسانو د درملنې، بیارغونې او ادغام د خدمتونو د برابرولو لپاره لس میلیونه ډالره مرسته وکړی.

سفارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) ته ورکړل شي.

یوکو کامیکاوا د جاپان د بهرنیو چارو وزیر نن د والي غدا فاتي سره وکتل؛ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ظرفیت د پیاوړتیا په موخه د مالي مرستو سند لاسلیک کړ.

د جاپان سفارت ویلي، چې دغه مرستې به په بدخشان، هلمند او کندهار کې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره ولګول شي او ټینګار یې وکړ، چې جاپان به له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو هڅو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جاپان له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*