
د کرېکټ اتلانو جام یا چمپينز ټرافۍ په روانو سیالیو کې له افغانستانه تر ماتې خوړلو وروسته د انګلنډ لوبډلمشر جوز بټلر استعفا کړې ده.
که څه هم انګلنډ له دې ماتې وروسته له دې لوبلړۍ وتلی دی خو له جنوبي افریقا سره یې نن (شنبه د مارچ لومړۍ) وروستۍ لوبه ده چې ۳۴ کلن بټلر پکې د وروستي ځل لپاره لوبډلمشري یا کېپتاني کوي.
دا درېیم وار دی چې د بټلر په مشرۍ کې انګلنډ د سپين توپ لوبو کې د بري په ګټلو کې ناکامېږي. تر دې مخکې یې په ۵۰ اووریز او شل اووریز نړیوال جام کې هم ماته خوړلې او له سیالیو وتلی و.
د بټلر پرېکړه څنګه وه؟
بټلر په لاهور کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې، “دا زما او زما د لوبډلې لپاره سمه پرېکړه ده.”
هغه وویل چې د انګلنډ لوبډلمشري ورته د ویاړ خبره ده خو په وینا یې، اوس “زه د لارې پای ته را رسېدلی یم.”
بټلر همدا راز یاده کړه چې په داسې حال کې یې چمپينز ټرافۍ کې لوبې کولې چې د تېرو ماتو فشار لا هم ورباندې و.

د انګلنډ لوبډلې روزونکي برېنډن مکالم ویلي چې له افغانستانه تر ماتې سمدستي وروسته بټلر د تېرې پنجشنبې پر ماخوستن په هوټل کې ورته وویل چې د استعفا پرېکړه یې کړې ده.
مکالم د بيبيسي د لوبو یوې ځانګړې خپرونې ته ویلي چې، “هغه [بټلر] ما ته پیغام راولېږه چې خبرې کول غواړي. زه پوه شوم چې پای یې رارسېدلی دی. کله یې چې د استعفا خبره راته وکړه نو ما اول فکر وکړ چې باید کېپتاني روانه وساتي خو وروسته مې وویل چې سمه پرېکړه یې کړې ده.”
د بټلر په لوبډلمشرۍ کې د انګلنډ بري او ماتې
بټلر په ۲۰۱۹ کې د انګلنډ د هغې لوبډلې برخه و چې نړیوال جام یې وګاټه او په ۲۰۲۲ کې د یون مورګن تر تقاعد وروسته لوبډلمشري ور په غاړه شوه.
د ده په کېپتانۍ کې انګلنډ په ۲۰۲۲ کې شل اووریز نړیوال جام وګاټه خو تر هغې را وروسته د سپين توپ لوبو کې دا لوبډله ونه ځلېده.
بټلر په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې د انګلنډ لوبډلمشري کړې ده چې له دې شمېر یې ۱۸ لوبې ګټلې خو ۲۵ یې بایللې دي.
په شل اووریزو لوبو کې یې له ۵۱ لوبو ۲۶ هغه ګټلې دي.
د بټلر په لوبډلمشرۍ کې انګلنډ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو یوازې درې وګټلې. له هماغه راهیسې انګلنډ له ۱۶ یو ورځنیو لوبو په ۱۲ هغو کې بریا خپله کړې. په وروستیو کې انګلنډ په پرله پسې ډول شپږ لوبې بایللې دي.
د تېر شل اووریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې انګلنډ له هند ماتې خوړلې وه.
انګلنډ لوبډله اوس له څه وړ ننګونو سره مخ ده؟

جوز بټلر داسې مهال له لوبو د لاس په سر کېدو پرېکړه کړې چې ګمان نه کېده دی به دومره ژر داسې وکړي.
همدا شپږ میاشتې وړاندې په داسې حال کې چې د ده پر راتلونکې لوبډلمشرۍ پوښتنې راپورته شوې او نیوکې روانې وې، د انګلنډ لوبډلې روزونکي برینډن مکالم یې ملاتړ وکړ.
له افغانستانه تر ماتې خوړلو وروسته هم تر ډېره داسې ګمان کېده چې که دی استعفا هم کوي نو شاید خپل هېواد ته تر ستنېدو وروسته به داسې پرېکړه وکړي.
د سپين توپ لوبو کې د انګلنډ له سختو ماتو وروسته دا لوبډله اوس له ځينو ننګونو سره مخ ده…
تر ټولو لومړۍ او معلومه ننګونه د بټلر د ځایناستي یا لوبډلمشر موندل دي.
مرستیال لوبډلمشر هري بروک د ټولو د خوښې غوراوی ښکاري ځکه چې په وروستیو کې د اسټرالیا پر وړاندې لوبو کې ځلېدلی او د خپلو روزونکو او ملګرو لوبغاړو له لوري د “کرېکټ پوهې” له کبله ډېر ستایل شوی دی.
خو د لوبډلمشر په توګه د یوه ۲۶ کلن لوبغاړي ټاکل پخپله ننګونه ده.
د څو بڼو لوبو په مهالوېش کې انګلنډ ډېر کم د حساب توپوهونکي لري او د سپين توپ په ټولو لوبلړیو کې د ګډون او همدا راز په دوامداره توګه په ټېسټ لوبو کې د برخې اخیستو لپاره به انګلنډ لوبډله د چټکې ځغاستونکې کیلي هوډکېنسن په څېر ډېرې انرژۍ ته اړتیا ولري.
د هري بروک د لوبډلمشر کېدو امکان

یو بدیل هم د سپين توپ متخصصانو ته مخه کول دي خو ستونزه دا ده چې ۳۷ کلن عادل رشید د دې لپاره ډېر زوړ دی او د لوبډلې په یوولسم ځای کې لیام لیوېنګسټون او فېل سالټ هغومره ګټور نه ثابتېږي. که څه هم سام کورن د هند په ایپياېل کې د لوبډلمشرۍ تجربه لري خو اوس له لوبډلې بهر دی.
د جیمز وینس یا سام بلینګز په څېر د باتجربه کېپتنانو بېرته راګرځولو باندې نوی پیل ګټور نه برېښي.
د بټلر تر مشرۍ لاندې لوبډله ځکه هم نه ده ځلېدلې چې د بېن سټوکس په څېر یو غوره لوبغاړی یې له لوبډلې بهر دی او هغه ټېسټ لوبو ته لومړیتوب ورکړی دی.
په تېرو شپږو میاشتو کې د انګلنډ درو لوبغاړو هري بروک، لیام لیوېنګسټون او فېل سالټ د سپين توپ لوبو کې د دې لوبډلې مشري کړې ده.
داسې ښکاري چې هري بروک به د انګلنډ نوی لوبډلمشر شي ځکه چې په تېره جنورۍ میاشت کې هغه مرستیال کېپتان ټاکل شوی و. ده تېر کال د اسټرالیا پر وړاندې پنځو یو ورځنیو لوبو کې هم د انګلنډ لوبډلمشري کړې وه.
مکالم ویلی چې ډېر ژر به له اجراييه مشر راب سره خبرې وکړي چې څوک د بټلر ځایناستی وټاکي.
لومړی نظر وکړئ on "له افغانستانه تر ماتې خوړلو وروسته د انګلنډ لوبډلمشر استعفا: پر ځای به یې څوک وټاکل شي؟"