د ماین پاکۍ په برخه کې له افغانستان سره پر نړۍوالو مرستو ټینګار

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) له افغانستان سره د جګړو له پاتې شویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د پاکولو په برخه کې د نړۍوالو مرستو په اړتیا ټینګار کړی دی.

یوناما ویلي، “افغانستان د نړۍوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري” او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې افغانستان د ځمکنیو ماینونو، ناچاودو توکو او په کورونو کې د جوړو شویو بمونو ډکه سیمه ګڼل کیږي. 

د دغې کمېټې د شمېرو لمخې، ۲۰۲۴ کال کې د ناچاوده توکو لږ تر لږه ۲۵۱ چاودنې ثبت شوي چې له امله یې ۴۳۴ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي؛ چې د ټولو قربانیانو شمېر له ۷۶ سلنې ډېر ښیي.

نن (جمعه، د اپرېل ۴مه) د ماینونو د ګواښونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځ ده. ملګرو ملتونو د ماینونو د ګواښونو په تړاو د پوهاوي، د دغو ګوښونو د مخنیوي او د ماینونو د پاکولو پر اهمیت د ټینګار په موخه په ۲۰۰۵ زېږیز کال کې د اپرېل ۴مه د ماینونو د پوهاوي نړۍواله ورځ وټاکله. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې خبرداری ورکړی چې لا هم څه باندې ۱۰۰ میلیونو انسانان د ځمکنیو ماینونو او له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخ دي.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د وسلو له چوپتیا وروسته هم، دا ګواښونه په بې‌رحمه توګه د ملکیانو ژوند اخلي او د پرمختګ او بیارغونې پر وړاندې لوی خنډ جوړیږي.»

د ماین‌پاکۍ مشورتي ډلې (MAG) ویلي، هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ کسان د ماینونو او نا چاوده توکو د چاودنو له امله وژل کیږي یا ټپیانیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ماین پاکۍ په برخه کې له افغانستان سره پر نړۍوالو مرستو ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*