
له اوربند سرغړونه؛ ایران او اسراییل د هوکړې تر اعلان وروسته یو بل تورن کړي
ایران او اسراییل نن (سه شنبه) سهار د اوربند د هوکړې سربېره پر یو بل هوایي بریدونه کړي او یو بل یې، د اوربند د هوکړې پر سرغړونې تورن کړي دي.
ایران وایي، اسراییل د سهار تر نهو بجو درې ځلي پر دغه هیواد برید کړی. اخوا بیا اسراییل هم ویلي، چې ایران د دغه هېواد پر پلازمېنه، تل ابیب توغندي توغولي دي.
خو د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ دواړه هېوادونه پړ بللي او ویلي یي دي، چې اسراییل باید د ایران برید ته دومره تند غبرګونه نه و ښودلی. ټرمپ زیاته کړه، چې له دواړو هېوادونو خوابدی دی.
د امریکا ولسمشر ویلي: «دا کار مې خوښ نه شو چې اسراییل له هوکړې وروسته سمدستي برید وکړ. د دې برید اړتیا نه وه. او دا کار مې هم خوښ نه شو چې د ایران غبرګون ډېر سخت و. خو رښتیا هم اسراییل ډېرې ډزې وکړې. او اوس مې اورېدلي چې اسراییل بیا برید کړی، ځکه احساس یې کړی چې هوکړه د یوه توغندي له امله نقض شوې چې اصلاً پر هیڅ ځای نه و لیګدلی.»
د ټرمپ له لوري د اوربند هوکړې ته اعلان وروسته، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم پر تل ابیب د بریدونو د درېدو پخلی وکړ او ویې ویل چې د سهار له څلور بجو راهیسې ایران پر اسراییل برید نه دی کړی.
یوه ایراني وګړي دغه هېواد کې د اوربند په تړاو و ویل: «زه له تېرې شپې د ۱۲ بجو راهیسې سم ویده شوی نه یم او بلاخره، نن دولس بجې له کوره را ووتم، د اوربند خبر مې واورېده او ومې غوښتل چې لږ قدم و وهم.»
ورته مهال، د روسيې بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د دواړو خواو ترمنځ د اوربند ملاتړ کوي خو ټینګار یې کړی چې د اوربند د دوام اټکل نشي کېدای.
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف و ویل: «د واشنګټن، اسراییل او تهران له خوا د نن سهار له یوې بجې راهیسې چې کومې اعلامیې د اوربند په تړاو خپرې شوې، دومره چټکې او پرلپسې وې چې دا مهال ډېر ګران کار دی چې یوه وروستۍ پایله ترې واخیستل شي یا د حالت یو روڼ تصویر ترلاسه شي.»
چین، جاپان، نیوزېلنډ او ځینو نورو هېوادونو د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او خبرو ته یې د ښکېلو لورو را ګرځېدل ستایلي دي.
د جاپان د دولت ویاند، یوشي ماسا هایاشي و ویل: «موږ د امریکا د ولسمشر له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کوو او هیله لرو چې دا اوربند په بشپړه توګه پلی شي.»
د نیوزېلنډ بهرنیو چارو وزیر، وینسټن پیټرز و ویل : «نیوزېلنډ تل د دې وروستۍ شخړې د سوله ییز حل غوښتونکی و. ډیپلوماسي باید لومړی انتخاب وي، نه وروستی.»
دا په داسې حال کې ده چې سیمه کې د بې باورۍ فضا او امنیتي خبرداري لا هم پر خپل ځای دي، او د اوربند له اعلان وروسته هم، د دواړو خواو ترمنځ ترینګلتیاوې دوام لري.
د قطر بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې دغه هېواد کې یې د امریکا پر پوځي اډې د ایران د تېرې شپې د برید له امله دوحه کې د ایران سفیر احضار کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "له اوربند سرغړونه؛ ایران او اسراییل د هوکړې تر اعلان وروسته یو بل تورن کړي"