
له اپریل راهیسې شاوخوا ۷۰ زره کسان پر سپین بولدک را اوښتي
د سپين بولدک له لارې د راستنېدونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي.
مسوولين وایي له اپریل میاشتې راهیسې د سپين بولدک له لارې تر ۷۸ زره زيات کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وایي د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل مياشتې له پېله بيا تر اګست مياشتې پورې له پاکستانه ۷۲ زره کسان او شپږ زره زندانيان هېواد ته راستانه شوي دي.
مسوولين کډوالو ته د نورو اسانتیاوو برابرولو سربېره، د هغوی د سرپنا لپاره کندهار کې د شپږو ښارګوټو له جوړېدو نه خبر ورکوي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د کډوالو د ثبت مسوول، عبدالطيف حکيمي وايي: “د تېر اپرېل مياشتي له لومړۍ نېټې راهيسي بيا تر اګست مياشتي پوري له پاکستان څخه له ۷۲ زره نه زيات کډوال او ۶۰۰۰ زندانيان هېواد ته راغلي، چې له ټولو سره مرسته شوې ده”.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مرستيال، نعمت الله الفت هم وايي: “په ارغستان، سپين بولدک، تخته پل، ژړۍ او پنجوائي ولسوالیو د ښارګوټو جوړولو پلان لرو، خو له دې وړاندي مو د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د يوه ښارګوټي د جوړولو چاري بشپړي کړي دي، د کډوالو د سرپنا ستونزو ته به په بېړنۍ توګه رسېدنه کیږي”.
ګل محمد بلوچستان کې له نیول کېدو او زنداني کېدو وروسته سپين بولدک ولسوالۍ کې افغان لوري ته سپارل شوی دي.
نوموړی پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني امنیتی ادارو چلند د ښه ګاونډيټوب د اصولو خلاف بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
راستون شوی، ګل محمد داسې وايي: “موږ بلوچستان کې ونیولو، بيا کلا سېف الله ته یوړلو. ډوډۍ يې په ۲۴ ساعتونو کې يو ځل راکول. خدای ج دا سخت حالت پر موږ تېر کړ”.
یوه بل راستون شوي، محمد یاسین هم و ویل: “له موږ نه پېسې اخلې، چور کوي، افغانان وهي او د هغوی بې عزتي کوي”.
د مسوولينو په خبره په اوسط ډول هر ورځ د سپين بولدک له لاري تر ۳۰۰ پوري کډوال او زندانيان هېواد ته راستنيږي، چې له بشري او نقدي مرستو وروسته خپلو مېنو ته لېږل کيږي.
لومړی نظر وکړئ on "له اپریل راهیسې شاوخوا ۷۰ زره کسان پر سپین بولدک را اوښتي"